Jul 09, 2023 05:56 Asia/Kabul
  • په اقتصادي او سوداګري ډګرونو کښې د ایران او الجزایر اړیکې پراخیدې شي

د ویلو ده چې د الجزایر خارجه وزیر د خپل ایراني همرتبه امیر عبداللهیان په بلنه تهران ته راغلی دی.

د ایران د اسلامي جموریت ولسمشر د ایران او الجزایر اړیکې د دوو ملګرو، وروڼو او مسلمانو هیوادونو اړیکې وبللې چې د سوداګري او اقتصادي برخو په شمول مختلفو ډګرونو کښې د دواړو لورو د سیمه ایزې او نړیوالۍ غمغږۍ او ورته دریځونو په بنیاد پراخیدې شي.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون په تهران کښې د الجزایر د خارجه وزیر «احمد عطاف» په کتنه کښې، د الجزایر د ولس د انقلابي مخینې او او د استعمار په وړاندې یې د اودریدو په ستاینې سره، له الجزایر سره د ملګرتیا د پراختیا او د اړیکو د سویې لوړولو ته د ایران د اسلامي جمهوریت په ارادې ټینګار وکړ.

په دغه ملاقات کښې د الجزایر خارجه وزیر «احمد عطاف» هم د ایران ولسمشر ته د خپل هیواد د ولسشر د سلام په رسولو سره، د بهرنیو اړیکو په ډګر کښې د ایران د حکومت د بهرني سیاست بریاوې او له همګټو، ملګرو او مسلمانو هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو هلې ځلې مثبتې وبللې او ویې ویل: د دواړو هیوادونو د اقتصادي او سوداګري اړیکو سطحه، د خپل مینځي سیاسي اړیکو سره بیخي سمون نه خوري خو د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په پاملرنې سره به د اقتصادي او سوداګري اړیکو په ډګر کښې یو ستر بدلون راشي.

د ویلو ده چې د الجزایر خارجه وزیر د خپل ایراني همرتبه امیر عبداللهیان په بلنه تهران ته راغلی دی.

 

ټیګونه