د شیرخوارګان حسیني ماشومانو غونډه ترسره شوه
Jul 21, 2023 15:02 Asia/Kabul
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د محرم د میاشتې له لومړۍ جمعې ورځې سره یوځاې د حسیني شیر خوارګان یعني د حسیني کوچنیو شیدې څښونکو ماشومانو غونډه په ټول ایران کښې په یووخت په تهران کښې په امام خمیني رحمت الله مصلی او نورو مذهبي ځایونو کښې پیل شوه.
د شیرخوارګان حسیني مراسم د میندو او د دوې د کوچنیو ماشومانو په ګډون سره په تهران کښې په امام خمیني رحمت الله مصلی کښې د سید محمود علوي په مرثیې لوستلو او د احمد بابايي په شعرونو سره پیل شوي او پکښې د ځوانانو د سرود دوو ډلو پروګرامونه اجرا کړل.
د شیرخوارګان حسیني مراسم د ایران په اتو زرو سیمو او د نړۍ په پینځه څلویښتو هیوادونو کښې ترسره شول.
ټیګونه