ایران د اسلامي هیوادونو د غونډې غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136062-ایران_د_اسلامي_هیوادونو_د_غونډې_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون مازیګر د ترکیي له خارجه وزیر سره په ټیلي فوني خبرو کښې قران کریم ته د سپکاوي په غندلو کښې د ترکیې د دریځونو په قدرونې سره وړاندیز وکړ چې په چټک ډول د اسلامي هیوادونو د خارجه وزیرانو ځانګړي غونډه جوړه شي.
(last modified 2023-07-23T02:54:57+00:00 )
Jul 23, 2023 05:02 Asia/Kabul
  • ایران د اسلامي هیوادونو د غونډې  غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون مازیګر د ترکیي له خارجه وزیر سره په ټیلي فوني خبرو کښې قران کریم ته د سپکاوي په غندلو کښې د ترکیې د دریځونو په قدرونې سره وړاندیز وکړ چې په چټک ډول د اسلامي هیوادونو د خارجه وزیرانو ځانګړي غونډه جوړه شي.

په تیرې جمعې ورځ د «ډانسک پاټریوټر» ښي پالې او له اسلام څخه د خلکو د ویرولو د ملي ډلې غړیو په یوه ناوړه اقدام کښې د ډانمارک په کوپن هیګن کښې د عراق د سفارت مخ ته قران کریم وسوځوه.

د ایران او د ترکیې خارجه وزیرانو پرون مازیګر په ټيلي فوني خبرو کښې په سویډن او ډانمارک کښې قران کریم ته د سپکاوي په کلک ډول غندلو سرهّه  نړیوالو ، سیمه ئیزو او دوه اړخیزه حوزو کښې د تهران او د انقرې د اهتمام وړ تر ټولو مهمو موضوګانو په هکله د نظر تبادله وکړه.