د اسلامي ایران قدرت د دښمانانو لپاره د تصور وړ نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i136240-د_اسلامي_ایران_قدرت_د_دښمانانو_لپاره_د_تصور_وړ_نه_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر ځای ناستي سردار علي فدوي ټینګار وکړ د دښمانانو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت قدرت د تصور وړ نه دی.
(last modified 2023-07-26T09:24:33+00:00 )
Jul 26, 2023 11:42 Asia/Kabul
  • د اسلامي ایران قدرت د دښمانانو لپاره د تصور وړ نه دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د مشر ځای ناستي سردار علي فدوي ټینګار وکړ د دښمانانو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت قدرت د تصور وړ نه دی.

هغه نن وویل تیر کال دښمانانو د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد یو تر ټولو ستر جنګ پلان کړ او خپلې ټولې هڅې یې وکړې چې د ایران د خلکو ذهنونه تر اغیز لاندې ورولي خو ونه توانیدل د ایران د خلکو زړونه ځان ته واړوي او بیا یې هم ماتي وخوړله.

فدوي وویل باید هڅه وشي چې تل د دښمانانو دسیسې شنډې شي او اجازه ورنکړی شي چې ستر شیطانان او د هغوې ملګري له هغه لارې چې د نویو جنګونو لپاره ورننوتلي دي نتیجې ته ورسیږي.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د مشر ځای ناستي علي فدوي وویل د ایران خلکو په تیره پینځو څلویښتو کلونو کښې ثابته کړي ده چې خپلو ارزښتونو ته پاې بنده دي.

هغه وویل د ایران دښمانانو حتی په هیواد کښې یو بریالیتوب هم ترلاسه نکړ او د امریکا خزانې وزارت په تیرو دوو میاشتو کښې اعتراف وکړ امریکا څلورڅلویښت کاله کیږي چې د ایران له اسلامي انقلاب سره جنګیږي خو مونږ په ټولو پروګرامونو کښې ماتي خوړلي ده.

فدوي وویل د نوي او اوسني جنګ  په لومړۍ کرښه کښې ستره شیطانه امریکا ولاړه ده.