د ایران د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته ورځي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان« نیشن »ورځپاڼې اسلام اباد ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان د سفر خبر ورکړ.
د پاکستان نیشن ورځپاڼې په خپلې نوي ګڼې کښې د خارجه وزارت د یوې خبرې سرچینې په قول ولیکل چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان به راتلونکي اونۍ د دوه ورځني سفر لپاره اسلام اباد ته ورشي.
نیشن ورځپاڼې زیاته کړه د ایران د خارجه وزیر دغه سفر به د راتلونکي اګست میاشتې په دریمه او څلورمه نیټه وشي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان به د پاکستان د باندنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري په شمول د اسلام اباد له بیلابیلو چارواکو سره کتنې او خبرې وکړي.
د ایران او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیران به له خبرو وروسته د پاکستان په خارجه وزارت کښې یوه ګډ خبري کانفرنس ته هم وینا وکړي.