د حسیني تاسوعا په مناسبت درته تسلیت وړاندې کوو
(last modified Thu, 27 Jul 2023 07:50:29 GMT )
Jul 27, 2023 12:20 Asia/Kabul
  • د حسیني تاسوعا په مناسبت درته تسلیت وړاندې کوو

زمونږ خبریال راپور راکړی اسلامي ایران د تاسوعای حسیني علیه السلام په ورځ په ویر، غم او ماتم کښې ډوب دی او هر ځاې تورې پردې لګیدلي دي.

نن د پنجشنبې ورځ د ۲۰۲۳ میلادي کال د جولاۍ د میاشتې ۲۷ او د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د محرم د میاشتې نهمه نیټه ده چې د تاسوعای حسیني علیه السلام له ورځې سره سمون خوري.

حضرت ابا عبدالله الحسین علیه السلام او د هغه وفاداره ملګري د یوشپیتم هجري قمري کال د محرم د میاشتې په لسمه نیټه په کربلا کښې شهیدان کړې شول.

حضرت امام حسین علیه السلام د کربلا په پیښه کښې په صراحت سره ټینګار وکړ« زما مقصد د اسلام ضد حکومت رسوا کول او د امر به معروف او د نهي ازمنکر ټینګول او د ظلم او د ستم په وړاندې مقاومت کول دي.»

په ټول اسلامي ایران کښې حسیني ماتمیان په تاسوعا او عاشورا ورځو کښې د ماتم د دستورو په ترسره کولو سره د نړۍ د شیعه مسلمانانو د دریم امام حضرت حسین علیه السلام او د هغه د ګران ورور حضرت ابوالفضل عباس علیه السلام په شمول د هغه د وفاداره ملګرو د شهادت کلیزه لمانځي.

د کربلا د غمجونکي پیښې او د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو د شهادت د پیښې  له پیړیو پیړیو تیریدا سره سره نه یوازې د کربلا د پیښې اهمیت او مقام  کم شوی نه دی بلکې هره ورځ چې تیریږي د عاشورا پیغام لا پسې پراخیږي او د حسیني ماتم دستورې هم په لا ډیر پرتم او درک سره ترسره کیږي.

د حضرت امام حسین علیه السلام د غورځنګ درسونه د نړۍ او د بشریت او د ټول خلقت د پراخوالي په اندازه جغرافیه او تاریخ لري او هیڅکله هغه نشو محدودلای.

د ایران د راډیو او ټیلي ويژن اداره صداوسیما په تیره بیا د تهران راډیو ټول کارکونکي د تاسوعای حسیني د رارسیدا په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا شیعه مسلمانانو او د ازادي غواړو ته تسلیت وايي.