ایران او پاکستان د ګډ کمیسیون د غونډې په هکله خبرې وکړې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د اقتصادي ډيپلوماسۍ مرستیال مهدي صفري د پاکستان او د ایران د تجارت پراخول د دواړو ګاونډیو هیوادونو لومړیتوب وباله.
مهدي صفري پرون په اسلام اباد کښې د ایران او د پاکستان د اقتصادي خبرو اترو د غونډې په پاې کښې وویل پرونۍ غونډه اسلام اباد ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر حسین امیر عبداللهیان د سفر لپاره یوه سریزه وه کوم چې پرون اسلام اباد ته رسیدلی دی.
د ایران د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال مهدي صفري وویل د پاکستان او د ایران په ټولو موافقو او موردونو باندې د ګډ کمیسیون په تیرې غونډې کښې په تفصیل سره غور وشو او د دواړو هیوادونو د پلاویو غړیو په سرحدي مسائیلو ، سرحدي بازارچو ، د تجارت د زیاتیدا او د شیانو د تبادلې ، د انرژۍ او نورو بیلابیلو برخو کښې د ملګرتیا په هکله د نظر تبادله وکړه او وروسته به په دوه اړخیزه ډول یوشمیر سندونه هم لاسلیک شي.
مهدي صفري وویل د ایران او د پاکستان په مهمو مسائیلو کښې د ګډ تجارت د اندازې زیاتول دي ؛په دوه اړخیزه تجارت کښې پینځه میلیارډه ډالره هدف بیان شوی او په ورپسې پړاو کښې به د دواړو هیوادونو د تجارت اندازه لس میلیارډه ډالرو ته ورسیږي.