په اوکراین کې جګړه د حل لاره نه ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دې په بیان سره چې په اوکراین کې جګړه د حل لاره نه ده ټینګار وکړ چې ایران د اوکراین په شخړه کې د ښکېلو خواوو د وسله وال کېدو مخالف دی.
د فارس خبري آژانس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان چې په توکیو کې دی د اوکراین او د ایران او روسیې د پوځي ملګرتیاو په اړه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، ایران د اوکراین په جنګ کې د استفادې لپاره هېڅ لوري ته کومه ډرون الوتکه نه ده ورکړې.
امير عبداللهيان په دې خبرې سره چې روسيه په نړۍ کې د وسلو يو ستر توليدوونکى او صادروونکى دى زياته کړه، چې په جاپان کې د خپاره شوي راپور له مخې، د اوکراين په جګړه کې د پوځيانو له خوا کارول شوې زياتره برخه له لوېديځو هېوادونو څخه ترلاسه شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ته یې په ټلفوني تماس کې ویلي چې هغوی د ادعا هېڅ اسناد نه لري او د اوکراین په جنګ کې د ایران د بې پېلوټه الوتکو د استعمال په اړه ادعاګانې په بشپړه توګه دروغ او ناسمې دی.
امیر عبداللهیان په دې خبرې سره چې ایران په اوکراین کې دواړو لورو ته د وسلو د ورکولو مخالف دی، زیاته کړه اوکراین ته د امریکا او لوېدیځو وسلو د لیږد دوام، په دغه هېواد کې د ناامنۍ، بې ثباتۍ، وژنې او لازیاتې تباهۍ لامل دی.