په جنوبي کوریا کښې د ایران ټولې کنګل شوې شتمنۍ آزادې شوې
د ایران د مرکزي بانک مشر په جنوبي کوریا کښې د ایران د ټولو اسعاري زیرمو د خلاصي خبر ورکړ او ویې ویل: دغه سرچینې به د بانک له لارې د غیر بایکاټي شیانو د اخیستو په لړ کښې استعمال شي.
د ایران د مرکزي بانک مشر په جنوبي کوریا کښې د ایران د ټولو اسعاري زیرمو د خلاصي خبر ورکړ او ویې ویل: دغه سرچینې به د بانک له لارې د غیر بایکاټي شیانو د اخیستو په لړ کښې استعمال شي.
د ایران د مرکزي بانک مشر محمدرضا فرزین په یو ټویټ کښې، په جنوبي کوریا کښې د توقیف شویو د اسعاري زیرمو په راخلاصولو کښې د کامیابۍ په وجه د اسعاري ډیپلماسۍ ټیم ته په مبارکۍ ورکولو سره وویل: شک نشته دا څه چې لاس ته راغلي دي، له موجود شننو زیات دي او البته چې دا بهیر به دوام ولري.
د دغه رپورټ له مخې، په څو نورو هیوادونو کښې د ایران موجودې اسعاري زیرمې به هم ډیر زر راخلاصې شي چې خبرونو او اغیزې به یې د تجارتي مبادلاتو په بازار کښې څرګندې شي.