Aug 16, 2023 05:16 Asia/Kabul
  • ایران د شیراز د برید د غندلو غوښتنه وکړه

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي استازي په امنیت شورا غږ وکړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د نړیوال امنیت او د سولې د ساتلو ته د خپلې ژمنې په چوکاټ کښې د ایران په شیراز ښار کښې د شاهچراغ په سپیڅلي زیارت باندې د ترهګرۍ حملې ناوړه اقدام وغندي.

په ملګروملتونو کښې د ایران د ا سلامي جمهوریت دائمي استازي «امیر سعید ایرواني» د دغه ادارې سرمنشي انټونیو ګوټریش ته په یوه رسمي لیک کښې په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت دا ډول غمیزناک او ناوړه اقدامات په کلکه غندي او د دغو کارونو د مسوولو  کسانو د ځواب د ورکولو او د هغوې له محاکمه کیدا د ډاډمن کیدا لپاره په خپلې نه لړزانده ژمنې ټینګار کوي وویل دا ناهیله کونکی اقدام دی چې د ملګروملتونو امنیت شورا د شیراز د ترخې پیښې په هکله چپتیا غوره کړي ده.

په دغه لیک کښې ویل شوي دي دغه چپتیا په تیره بیا د خپلو پریکړه لیکونو له لارې د نړیوال امنیت او د سولې لپاره د جدي ګواښ په توګه د  ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د ترهګرۍ د بیا تائیدیدا او په رسمیت پیژندلو ته پام سره نا هیله کونکي او د نه منلو وړ ده.

 

ټیګونه