ايران د کرنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته کوي
د طالبانو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزرات سرپرست مولوي عطاء الله عمري د ايران د اسلامي جمهوريت په رسمي بلنه دغه هېواد ته د سفر پرمهال د ياد هېواد د جهاد او کرنې له مرستيال وزير مجتبی خيام نګوئي او د ايران د کرنيزو څېړنو، روزنې او ترويج د مرکز له مشر سره وکتل.
د هېواد ورځپاڼې د خبر له مخې، په دې کتنه کې د ايران د کرنې جهاد مرستيال وزير مجتبی خيام نګوئي وويل، چې دوی به له افغانستان سره د پوهنې او د نباتاتو د نسلي بدلون په برخو کې مرسته وکړي.
د دې ليدنې په ترڅ کې، په تهران کې د افغانستان د طالبانو سفير فضل محمد حقاني، د بوټو ساتنې مشر انجینير عتيق الله مسلم، د کرنې وزارت د څارويو د روغتيا مشر ډاکټر مختار محسني او د کرنې وزارت سلاکاران ميرويس خوګياڼی، حشمت الله شهراني او برکت الله هم د مولوي عطاءالله ملتيا کوله.
ټاکل شوې مولوي عطاء الله عمري او ورسره مل پلاوی به د دغه سفر په لړ کې د ايران د کرنې وزارت له چارواکو سره وګوري او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکاريو د لا پياوړتيا او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ايران هېواد د همکاريو دپراختيا په پار به خبرې اترې وکړي.