Aug 25, 2023 06:35 Asia/Kabul
  • د قرآنکریم په نړیوالې سیالۍ کې د ایران قاري دویم مقام خپل کړ

یو ایراني قاري "علیرضا بېژني" د قرآنکریم په نړیوالې سیالۍ کې دویم مقام خپل کړ.

د ایران پرس خبري آژانس د راپور له مخې، د پنجشنبې په ورځ؛ په مالیزیا کې د قرآنکریم د ۶۳مې نړیوالې سیالۍ په لړ کې د تلاوت په برخه کې د ۲۴ نارینه ګډون کوونکو په منځ کې د مالیزیا نابینا قاري محمد قایم نزار لومړی مقام او ایراني قاري "علیرضا بېژني" دویم مقام خپل کړ.

په دغو سیالیو کې قاري برونئي هم درېیم مقام ته ورسېد.

 

ټیګونه