د ایران او د افغانستان چارواکو له یوبل سره کتنه کړي ده
زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې له مشر او د لارو او ښار جوړلو وزارت له معین سید میعاد صالحي سره کتلي.
په دغه لیدنه کې د ایران د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر سید میعاد صالحي ایران ته د افغان پلاوي د هرکلي ترڅنګ د دوه اړخیزه همکاریو پر پراختیا ټينګار کړی.
دغه راز د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شراف له ایراني مقاماتو څخه مننه کړې چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو پیلېدو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
دواړو لوريو د خواف – هرات ۳مې ټوټې اوسپنې پټلۍ لهلارې د انتقالاتو په چټکتیا خبرې وکړې او ایراني لوري ژمنه وکړه چې دوی په دغه برخه کې لازمه همکاري کوي او هڅه کوي له یاد مسیر څخه د انتقالاتو کچه لوړه شي.
په دغه ناسته کې د خواف – هرات ۳مه ټوټه اوسپنه پټلۍ د دواړههېوادونو په اقتصادي پراختیا کې مهمه وبلل شوه چې باید ځانګړې پاملرنه ورته وشي.
همدارنګه دواړه لوریو د ریلي همکاریو په پراختیا ټینګار وکړ.
یاده دې وي چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس ملا بخت الرحمن شرافت او ورسره مل هیئت د ایران هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي دعوت یاد هېواد ته سفر کړی دی.