د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته به ځواب ورکړل شي
فارس خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سوریې د باندنیو چارو له وزیر فیصل مقداد سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل په سیمه کښې به د صهیونیسټ رژيم هر ډول تیریګر اقدام او جنایتونو ته ځواب ورکړل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سوریې له خارجه وزیر فیصل مقداد سره له کتنې او خبرو اترو وروسته په دمشق کښې په ګډ خبري کانفرنس کښې د سوریې په غیر پوځي سیمو او د حلب په هوايي ډګر باندې د اسرائیلو د جعلي رژیم غچ اخیستونکي حملې وغندلې.
د ایران خارجه وزیر وویل د سوریې او د سیمې امنیت د تهران او د دمشق ګډه او جدي اندیښنه ده او ایران به امنه ، باثباته او پراختیا موندلي سیمې ته د رسیدا په لړ کښې د سوریې د مشرانو د پوځ د حکومت او د ملت ملاتړونو ته دوام ورکړي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد هم په دغه خبري کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې د ایران او د سوریې پرضد د لویدیځو هیوادونو دښمانه سیاستونه دوام لري وویل لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا په ترهګرۍ کښې د پانګونې په شمول د سیاسي هدفونو د پرمخ بیولو لپاره له یوشمیر اوزارونو استفاده کوي.