د اسلامي ایران په بیلابیلو ولایتونو کښې د اربعین مراسم ترسره شول
زمونږ خبریال راپور راکړی که څه هم د اسلامي ایران په میلیونونو خلک په عراق کښې د حسیني اربعین په مراسمو کښې د ګډون لپاره تللي دي
خو هغو ایرانیانو چې په عراق کښې د حسیني اربعین په لاریونونو او دستورو کښې له ګډون کولو پاتې دي نن د هیواد په بیلابیلو ولایتونو او ښارونو کښې په سترو لاریونونو کښې ګډون وکړ او له حضرت امام حسین علیه السلام سره یې خپله مینه او عشق نندارې ته وړاندې کړ.
د اسلامي ایران په لویو ښارونو مشهد، اصفهان، بوشهر ، ګرګان، بیرجند، قم ، قزوین او نورو ډیرو سیمو کښې د حسیني اربعین ستر مراسم وشول او ګڼ شمیر خلکو پکښې ګډون وکړ.
په ایران کښې هر کال د حسیني اربعین په مراسمو کښې د خلکو شتون زیاتیږي او دغه دستورې په ډیر پرتم سره ترسره کیږي.
په اسلامي ایران کښې د حسیني اربعین د دستورو د ترسره کیدا په وخت خلک او ډیر شرکتونه خلکو ته نذرونه او شربتونه ورکوي


