Sep 11, 2023 04:07 Asia/Kabul
  • دایران  بلواو کښې څه د پاسه پنځوس جاسوسۍ ادارې فعالې وې

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د استخباراتو وزیر حجت الاسلام و المسلمین سید اسماعیل خطیب ټینګار وکړ د نړۍ څه د پاسه پنځوس جاسوسۍ ادارې د ایران په بلواو کښې فعالې وې

هغه په ایران کښې د بلواو په وخت د څلور سوه بمونو د کشفیدا او د شنډیدا خبر ورکړ او ویې ویل څلویښت بمونه د محرم میاشتې په ورځو کښې د چاودنې لپاره په نظر کښې نیول شوي وو.

د ایران د استخباراتو وزیر اسماعیل خطیب د ټیلي ویژن په « بدون توقف» پروګرام کښې په شتون سره د ایران د امنیتي مسائیلو او د ترکیبي جنګ په موضوع غور وکړ او ویې  ویل امنیتي ادارې له صهیونیسټ رژیم ، د سلطې له نظام او ترهګرۍ، د حکومت د نسکورولو له هڅې او جاسوسۍ، نفوذ ، اقتصادي فساد او له ناکارندوالي سره د مبارزې په حوزه کښې د ځان لپاره دندې بیان کړي دي.

هغه وویل څه د پاسه پنځوسو جاسوسۍ ادارو په بیلابیلو هیوادونو کښې مختلفې غونډې وکړې او  د دغه کار لپاره یې څه د پاسه دوه سوه  رسنیو ته روزنې ورکړې او د هغوې په مرستې سره یې د ایران د حکومت د نسکورولو د پلان او د روزنې لپاره یې یوشمیر تشکلونه اټکل کړل او د اینټرنیټ له اوزاره او رسنیو  په مرستې اخیستلو سره یې په ایران کښې فتې او بلواوې رامینځته کړې.

 

ټیګونه