د ایران اوکابل ځینې مطبوعات
په قره باغ کی په یوې چاودنې کې سل کسان مړه او څه د پاسه دوه سوه هم ژوبل شوي دي .
د ایران اوکابل ځینې مطبوعات
کیهان
نوموړی ورځپاڼۍ په خپل لومړی مخ د نورو مطبلونو ترڅنګ په فرانسه کی د حجاب موضوع په ارتباط لیکلی دی چی د فرانسې سترې محکمې د بی حجابۍ د اجباري کیدا حکم ورکړ .
کیهان ورځپاڼې همداراز د امریکا د نیویارکر یو کاریکاتور چاپ کړی دی اولیکی چی نیویارکر د امریکا د بوډاچارواکود سیالۍ او مخ په ځوړتیا ټولنې کارټون چاپ کړی دی . په دغه کارټون کی لیدل کیږی چی د امریکا بوډا چارواکي په جلا جلا څوکیو ناست دي او سیاسي موقعیت لپاره له یوه بل سره سیالۍ کوي .
په قره باغ کی په یوې چاودنې کې سل کسان مړه او څه د پاسه دوه سوه هم ژوبل شوي دي .
ورځپاڼۍ همدارنګه لیکلی دی د ایران د اسلامی جمهوریت او روسیې ولسمشر انوښاغلي رییسي او پوتین دسیمه ایزو بدلونونود وروستیو حالاتو په ارزونې سره ددواړو هیوادونو ترمنیخ په خبرواترو او له سیمې سره په اړونده موضوګانو کې د پرَدَیو له لاسوهنې د ډډه کیدا او د جنوبی قفقاز سیمې د مسئلو د حل په ضرورت ټينګارکړی دی .
اسلامي ایران د اسیا په لوبو کې د سرو زرو دریم میډال هم وګټه . لومړنې د سرور زو میډال د عطایی شاګردانو ترلاسه کړی وو .
فارن پالیسی مجلې لیکلی دی چی په نیوالو اړیکو کې د بایکاټ میکانیزم نور ناکارنده دی .
تل ابیب د سیمې له نوی نظم ویره لری .
د ایران خارجه وزارت دبندیزونو د ختمولو د بهیر په باب د یوې سیمه ایزې رسندوئې خپرې شوي ادعا ته غبرګون څرګند کړ او دا ادعا ئې رسندوي تبلیغات وبلل . ورځپاڼه په دې اړه زیاتوی چی د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت دعمومی اړیکو د فتر د بندیزونو دختمونکو خبرواترو دبهیر په باب د یوې رسندوئې له خوا خپرې شوي ادعا په غبرګون کې وويل، دغه ډول رسندوئې لوبې او خبر جوړول چې معمولا د سیاسی فضا جوړونې لپاره ترسره کیږي، هیڅ اعتبار نه لري.
یوې سیمه ایزې رسندوې ادعا کړې ده چې نیت لري په نزدې راتلونکي کې دبندیزونو دختمونکو خبرواترو سره په ارتباط په عمان کې له امریکا سره مستقیمې خبرې وکړي، او په دې ارتباط د ایران دلوړپوړو چارواکو له خوا ضروری مجوزونه صادر شوي دي.
داپه داسې حال کې دي چې د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان ددې خبرې په کولو سره چې دعمان له خارجه وزیر سره په خبرواترو کی د بندیزونو دختمونکو خبرواترو وروستۍ وضعیّت ارزول شوی دی وویل هر هغه نوښت او طرحه چې د ایران د ملت ګټې په ښه ډول تامین کړي او د هیواد سرې کرښې رعایت کړي او نتیجه ئې د بندیزونو لغوه کول او خپلو ژمنو ته د ټولو لورو ستنیدل وي په طبیعی توګه د ایران د پام ځاي لري.
د عربستان ولیعهد بن سلمان د عربستان د لومړني ایټمی بټۍ د جوړولو په لاره کی دی
جمهوری اسلامی
د ایران خارجه وزیر ښاغلی عبداللهیان د جاپان له لوری د برجام د احیا لپاره د وړاندیزی طرحې خبر ورکړ . ښاغلی عبداللهیان د جاپان له کیودو خبری اژانس سره په مرکه کی ویلی دی ټوکیو د امریکا په شمول د برجام له غړیو شپږو هیوادونو سره د ایران د ایټمی موافقې د احیا لپاره نوښت وړاندیز کړی دی .ده زیاته کړه د جاپان هر هغه ډول نوښت چی د ایران له ګټو سره برابر وی ، د تهران له لوری به مثبت وبلل شی .
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو شورا ویلی دی په یوکرین کی د روسیې په وسیله د جنګي جنایتونو د ارتکاب شواهد شته دي .
د ایران والیبال ټیم په اسیا کې اتل شو .
په قره باغ کی د تیلو په یوه ډپو کې په چاودنه کی درې سوه کسان مړه او ژوبل شوي دي .
ترکیې په سوریه کی په حیاتي تاسیساتو حمله کړی ده .
د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ رهبر عبدالمالک بدرالدین الحوثي وایی دیمن ملت به په ټولو مشروع اوزارونو دنیواکګرۍ ،کلابندۍ او تیریو دختمولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي.
د عراق لومړي وزیر ویلی دی هیواد یې نور امریکائي پوځيانو او نړیوال ایتلاف ځواک شتون ته اړتیا نه لري. د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوډاني ټینګار کړی ، کله چې دعراق امنیتی وضعیّت دداعش په کنټروولو سره ګډ وډ شو ، نو پرټولې سیمې ئې اغیزې وشیندلې او په میلیونونو خلکو مهاجرت وکړ، پر دې اساس د عراق ثبات باید وساتل شي.
د ایران د اسلامي شورا مشر ښاغلی قالیباف وایی اسلامي هیوادونه د قران سوزولو له سپیرې ښکارندی سره چلند وکړي .
کابل ورځپاڼۍ
مونږه دلته ورځپاڼۍ له اینټرنیټه راخلو او د محتوا مسولیت یې پر غاړه نه اخلو .
ایا د فلسطین موضوع د عربستان لپاره ارزښت لري؟
په دې وروستیو کې د عربستان او اسرائیلو د اړیکو د عادي کېدو لپاره هڅې ډېرې شوي دي. د امریکا متحده ایالات چې د منځګړي په توګه رول لوبوي، هڅه کوي په دې برخه کې خبرې اترې ژر تر ژره د منلو وړ پایلې ته ورسېږي. تازه د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، له فاکس نیوز خبري شبکې سره په مرکه کې د مذاکرې له لارې اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کېدو د پرمختګ په اړه خبر ورکړی: « هره ورځ له اسرائیلو سره د عادي کېدو له یوه تړون سره نږدې کېږو.»
عربستان، داسې شرایط وړاندې کړي چې له امریکا سره د دفاعي تړون جوړښت، یو له هغو نه دی په کوم کې چې ریاض باید د امریکايي له پرمختللو وسلو ګټه واخیستلای شي او که چېرې تر ګواښ لاندې راځي د امریکا له لوري یې ملاتړ وشي. د اټومي سوله ییز او غیر پوځي پروګرام د ریاض بل شرط دی چې لا هم روښانه نه ده واشنګټن او تل اویو د ریاض دغو دوو غوښتنو ته لبیک ویلی دی او کنه. د عربستان بله مهم غوښتنه چې د اړیکې د عادي کېدو مانع بلل کیږي، د فلسطین موضوع ده. دغه موضوع د دې ترڅنګ چې د ریاض لپاره ارزښت لري، هغې ته د اسرائیلو غاړه ایښودل ناشونې برېښي.
پوښتنه داده چې د اړیکو د عادي کېدو پر سر له اسرائیلو سره په خبرو اترو کې د عربستان لپاره د فلسطین مسله څومره ارزښت لري؟
ریاض نه شي کولای په اسلامي نړۍ کې خپل ځای له پام نه وغورځوي
۲- ریاض د واشنګتن ااو تل اویو له مجبوریت نه ګټه اخلي
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازې سنجي ورما په افغانستان کې د ښځو، ماشومانو او مذهبي لږکیو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.
ورما چې د سې شنبې ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې خبرې کولې، همداراز په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو، ترهګرۍ او د نشه يي توکو له قاچاق سره د مبارزې غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړې: «موږ باور لرو چې په افغانستان کې سولې او ثبات ته رسیدل یوه بیړنۍ او ګډه اړتیا ده او زموږ ګډې قربانۍ ته اړتیا لري.»
په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازې همداراز ټینګار کړی چې دغه هېواد به د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د افغان محصلینو لپاره به تحصیلي بورسونه ورکړي.
د یو شمېر نورو هېوادونو استازو هم د امنیت شورا په غونډه کې د ترهګرو ډلو د حضور، د ښځو او نجونو له حقونو څخه د سرغړونې او په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
له دې ډلې په ملګرو ملتونو کې د فرانسې سفیرې مرستیالې ناتالي بروډهرست ایسټوال په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابوالي، پر خلکو د سیستماټیک فشار او د ښځو له حقونو څخه د محرومیت په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې او ویلي دي چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی او د داعش او القاعدې په څېر ترهګرو ډلو په دغه هېواد ګې پناه اخیستې ده.
مسیر
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا پرون د امنیت شورا په غونډې کې وویلي، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نظر لوی اختلاف لا هم په خپل ځای دی او تعامل ورسره په ښه لوري روان نه دی. نوموړې ویلي چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره په غونډو کې د ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ټولګډونه حکومت د جوړولو په ګډون د نظر په یو لړ اختلافاتو يې خبرې کړې دي. اوتونبایوا ویلي، چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د تعامل د مثبتې لارې د نشتوالي په اړه ډېره اندېښنه لري او که دا همداسې ورو روان وي، نه به د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته او نه به هم د افغانانو ضرورتونو ته ځواب وویل شي. نوموړې ویلي چې په عامه ژوند او تعلیمي برخو کې د ښځو د منزوي کولو په اړه د سرپرست حکومت د څه باندې ۵۰ فرمانونو په خپرولو سره له سرپرست حکومت سره د یوناما د تعامل تګلاره کمزورې شوې. نوموړې ویلي، چې د سرپرست حکومت چارواکو سره خبرې د هغوی د رسمیت پېژندلو په مانا او ورسره تعامل د هغوی د تګلارې د منلو په مانا نه دي، بلکې د دغو تګلارو د بدلولو یوه هڅه ده. هغې د سرپرست حکومت چارواکو سره د تعامل لپاره د یوې بلې ارزول شوې تګلارې غوښتنه وکړه. هغې ټېنګار وکړ چې له سرپرست حکومت سره د خبرو دروازې باید ونه تړل شي.