۵ میلیونه افغانستاني کډوال په ایران کښې میشت دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i139152-۵_میلیونه_افغانستاني_کډوال_په_ایران_کښې_میشت_دي
د ایران د کورنیو چارو وزیر پرون وویل چې په دغه هیواد کې د دېره افغان کډوالو شمېر ۵ میلیونو ته رسیږي.
(last modified 2023-09-27T21:00:59+00:00 )
Sep 28, 2023 01:15 Asia/Kabul
  • ۵ میلیونه افغانستاني کډوال په ایران کښې میشت دي

د ایران د کورنیو چارو وزیر پرون وویل چې په دغه هیواد کې د دېره افغان کډوالو شمېر ۵ میلیونو ته رسیږي.

د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، احمد وحیدي د کابینې له غونډې وروسته وویل، د کډوالو او بهرنیو اتباعو موضوع، د اړونده ادارو په اجنډا کې مهمه شامله موضوع ده خو په رسنیو کې د کډوالو د شمېر په اړه ناسم معلومات خپرېږي.

وحیدي زیاته کړه:«غیرقانوني بهرنیان باید خپلو هیوادونو ته ستانه کړای شي.»

د ایران د کورنیو چارو وزیر همداراز وویل:«په ایران کې شاوخوا ۵ میلیونه افغانان اوسي، د هغوی په اړه ارزونې روانې دي. غیرقانوني اتباع (افغانان) باید له ایرانه وایستل شي او څوک چې اسناد لري، هغوی باید منظم کړل شي.»

په ایران کې د افغان کډوالو د شمېر په اړه د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر تر څرګندونو مخکې د ملګروملتو د کډوالو لویې کمیشنرۍ په پاکستان کې د افغان کډوالو شمېر تر ۳ میلیونه ډېر وباله او ویې ویل چې د هغوی په منځ کې ۶ لاکه کسان په وروستیو دوو کلونوکې پاکستان ته تللي دي.