Sep 28, 2023 07:19 Asia/Kabul
  • ایران په هالینډ کښې د قرآن کریم سپکاوی وغنده

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني په هالینډ کښې د قرآن کریم د مقدس ساحت د سپکاوي تکرار وغنده.

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني په هالینډ کښې د قرآن کریم د مقدس ساحت د سپکاوي تکرار وغنده.

ناصر کنعاني وویل: د هالینډ له حکومته تمه کیږي چې د نړۍ د څه باندې دوه میلیارډه مسلمانانو د دیني مقدساتو او ارزښتونو د سپکاوي د مخنیوي په لړ کښې په خپلو مسئولیتونو په پوهیدو سره، د داشان کرکجنو اقداماتو د تکرار چې د بیان د آزادۍ په نامه ترسره کیږي، مخه ونیسي.

د ویلو ده چې د پګیدا په نامه د اسلامي ضده ډلې مشر یوځل بیا په هالینډ کښې د ترکیې د سفارتخانې مخې ته د قرآن کریم یوه نسخه څیرې کړه.

 

ټیګونه