ایراني ښځو نړۍ ته یوه نوې بېلګه معرفي کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i139288-ایراني_ښځو_نړۍ_ته_یوه_نوې_بېلګه_معرفي_کړې
د ښځو په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مرستیالې وویل: ایراني ښځو نړۍ ته د ښځو درېیمه بېلګه معرفي کړه.
(last modified 2023-10-01T02:54:16+00:00 )
Oct 01, 2023 03:02 Asia/Kabul
  • ایراني ښځو نړۍ ته یوه نوې بېلګه معرفي کړې

د ښځو په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر مرستیالې وویل: ایراني ښځو نړۍ ته د ښځو درېیمه بېلګه معرفي کړه.

د ایران پرس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د ولسمشر مرستیالې انسیه خزعلي د خورشید فیسټیوال په پای کې چې په مشهد کې د «ښځي روښانتیا کوي» تر عنوان لاندې جوړ شوی، وویل: ایران د هنر او ساینس په مختلفو ډګرونو کې ځلېدلی دی او د ښځو کارونه د ایراني او اسلامي تمدن په ترکیب کې لیدل کېدی شي.

خزعلي زیاته کړه: لوېدیځو حکومتونو د ایران په چارو کې په لاسوهنې سره زموږ د حاکمیت د ننګولو هڅه وکړه، خو زموږ ښځو او نارینه وو د دې کار اجازه ورنه کړه.

د ښځو په چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیالې وویل: ایراني مېرمنو نړۍ ته د ښځو درېیمه بېلګه معرفي کړه.

ده څرګنده کړه: دښځو درېيمه بېلګه، د لوېديځ او ختيځ له بېلګو څخه يوه خپلواکه نمونه ده. د ښځو د درېیمې بېلګې او د اسلامي انقلاب د لارښود له مخې، د ښځې رول د تاریخ جوړونې او تمدن جوړونې رول دی.