Oct 03, 2023 11:49 Asia/Kabul
  • اسلامي وحدت کانفرنس د مسلمانانو د اتحاد بیرغوال دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلامي وحدت کانفرنس په اسلامي نړۍ کښې د وحدت او د مسلمانانو د نږدې کولو بیرغوال وباله او ویې ویل دنیا په داسې ګړندي تاریخي موړ کښې ورغلي ده چې د علماو او د پوهانو دنده یې لس چنده کړي ده.

هغه په تهران کښې د اسلامي وحدت د اوه دیرشم نړیوال کانفرنس له میلمنو سره په غونډه کښې د دغه کانفرنس په ترسره کولو کښې د اسلامي مذهبونو د نږدې کولو د ټولنې د مشر د هڅو قدرونه وکړه او ویې ویل د علمي ګرافونو پراساس نړیوال نظم او نظام د بدلیدا په حال کښې دي او د نړیوال نظم په بدلون کښې امریکا د یوه  بره قدرت په توګه چې لسیزې لسیزې یې د یوه اړخیز پالنې هڅه کوله هماغه راز د سلطې ګرافونه لري خو د دغه سلطې د اعمالولو جوګه نه ده.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان له ترهګرۍ سره د مبارزې د نړیوالې څیرې یعني  د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د پخواني قومندان ډګر جنرال شهید قاسم سلیماني په ټرور کولو کښې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د حکومت ټروریسټ اقدام او په عراق کښې د امریکا په  عین الاسد پوځي اډې باندې حملې کولو کښې د سلیماني ټرور ته د ایران د اسلامي جمهوریت پریکنده ځواب او د ایران دغه اقدام ته د تر ټولو  کوچني اقدام په ښودلو کښې د امریکا ناتوانۍ د امریکا لخوا د سلطې په اعمالولو کښې د واشنګټن د بې وسۍ بیلګه او د نړیوال نظام د بدلیدا نښه وبلله.

 

ټیګونه