Oct 04, 2023 06:33 Asia/Kabul
  • د ایران  د پوځ د ډرونز د ډله ایزو اجرائي عملیاتو مانوره ترسره شوه

د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ په ۱۴۰۲ ډرونز مشترکه مانورې کې، د ماموریت دا جرا کولو لپاره حمله کونکي، تباه کونکي او حفاظت کونکي ډرونز ولوتل او دعملیاتو ډله ایز الوت ئې نندارې ته وړانډې کړ.

زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ  د  ۱۴۰۲ډرونز مشترکه مانورې ویندوي سردار  علی رضا شیخ  په یولړ څرګندونو کې ووئيل، په دغې مانورې کې د  مختلفو عملیاتو ترسره کونکو ډرونز الوتکو  د مانورې د اصلی مرحلو په دوام کې په ډله ایز ډول  عملیاتي  الوت هم اجرا کړ.

سردار شیخ  ددې خبرې په  کولو سره چې  ډله ایز الوت  له ځاي سسټم څخه په استفادې سره  ترسره کیږي، ووئیل،  دډ له ایزو ډرونز  دعملیاتو په اجرا کې زیات شمیر ډرونز په خپلواکه توګه  د  مشترکو اطلاعاتو په اساس  ماموریّت ترسره کوي او  پيژندونکي ، حفاظت کونکي او په ټارګټ لګیدونکي  ماموریّتونه  او دغه راز یو شمیر نور ما موریّتونه  ئې چې په ځ اي توغندیو او الیکټرانیکي سسټمونو سنبال  دي  په ډ له ایز ډول ئې  په بریالیتوب سره ترسره کړل.

د ا یران د پوځ د  پوځي ډرونز مشترکه مانورې ویندوي دغه راز روښانه کړه، د مانورې په دغې مرحلې کې  چې د فارس خلیج   او عمان سمندر په مختلفو سیمو کې ترسره شوه ،د هیواد  په جنوب  کې تر شمال،ختیځ لویدیځ او د هیواد تر مرکزي سیمو پورې  له مختلفو سیمو څخه ډرونز والوتل د پ،ځ د ۱۴۰۲ډرونز د مشترکې مانورې  په عمومي سیمې  او دهیواد په سرحدي سیمو کې ئې   ماموریتونه په بریالیتوب سره ترسره کړل.سردار شیخ  دغه راز ووئيل،دغې مانورې کې  له ډول ډول ماډرن ډرونز الوتکو څخه په استفادې سره د ایران پوځ وښودله چې  دایران په ضد  وسلوال بندیزونه بې اغیزې دي  او  له ځاي او ماډرن وسلو  څخه په استفادې سره  د هیواد  ددفاعی قدرت په وړاندې  هیڅوک  نشي دریدلی  او هیڅوک ئې مخه نشي نیولی .

Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه