Oct 05, 2023 05:26 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر د سیمې د جیوپالیټک او پولو د ساتلو په اهمیت ټینګار وکړ

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د سیمې د سرحدونو او جیوپالیټک د ساتنې په اهمیت باندې په ټینګار سره وویل: په هره پلمه سیمې ته د پردیو هیوادونو راتګ، د سیمې د هیڅ کوم هیواد په ګټه نه دی.

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په تهران کښې، په ځانګړو چارو کښې د آذربایجان جمهوریت د ولسمشر د مرستیال «خلف خلف‌اف» په کتنه کښې، د دواړو هیوادونو اړیکې په کلتوري ګډولو او ژورو تاریخي او دیني باورونو باندې ولاړې وبللې او څرګنده یې کړه چې ایران او آذربایجان جمهوریت ګڼ او بیلابیل ظرفیتونه لري چې مبادله یې د دواړو هیوادونو او ولسونو ګټې تامینوي.

د اسلامي ایران ولسمشر د تهران او باکو ترمینځ د اړیکو د سویې لوړتیا او له هغو پلانونو سره مقابله چې د دواړو هیوادونو په اړیکو کښې د اختلاف او ګډوډي په موخه طراحي کیږي، ضروري وبلله او په دې خبرې سره چې په سیمه کښې د ثبات ساتنه او لوړونه د سیمې د هیوادونو د ملګرتیا په زیاتیدو کښې ده، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان د پياوړي ګاونډي په توګه پوره چمتو دی چې د دغو د واړو هیوادونو د اختلافاتو د مشکلاتو په ختمولو کښې مرسته وکړي.

ولسمشر رئیسي تاکید وکړ چې د سیمې هیوادونه د سیمې د مسائلو د هوارولو وړتیا لري او په هره پلمه سیمې ته د پردیو هیوادونو راتګ، د سیمې د هیڅ کوم هیواد په ګټه نه دی.

په دغه ملاقات کښې د آذربایجان جمهریت د ولسمشر مرستیال «خلف خلف‌اف» هم د ایران د اسلامي جمهوریت د دریځ او په تهران کښې د دغه هیواد د سفارت لپاره له رامینځته شوې پیښې وروسته د خپل مینځي اړیکو په ساتنه کښې د رئیسي د اغیزناک رول په هکله وویل: آذربایجان جمهوریت او ایران د دوه اړخیزو او سیمه ایزو اړیکو د پیاوړتیا او ژورولو لپاهر ډیر ظرفیتونه لري.

 

ټیګونه