د علمي محاصرې په دوران کښې د سپوږمکۍ په استلو سره د ایران ستره بریا
د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندان د «نور» سپوږمکۍ توغولو ته په اشارې سره وویل: د علمي محاصرې په پړاؤ کښې د سیټلایټ لیږل یو ډیر ستر کار دی.
د ویلو ده چې د «نور۳» په نامه د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران دریمه ځايي سپوږمکۍ د ستمبر په ۲۷ نیټه د «قاصد» راکټ په وسیله وتوغوله شوه او په کامیابۍ سره د ځمکې په ۴۵۰ کیلومیټري مدار کښې راغله.
نور۳ د سنجونې او پیژندنې سپوږمکۍ ده چې د اطلاعاتو او تصویر اخیستنې د برخې اړتیا پوره کوي.
د ایرنا د خبر له مخې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران مشر قومندا جنرال حسین سلامي په دې خبرې سره چې بالیسټک توغندی د ټیکنالوجۍ له نظره د نړۍ یوه ډیره پیچلې ټیکنالوجي ده، څرګنده کړه: بالسټک توغندی په انحصاري توګه د نړۍ د زیات نه زیات دریو هیوادونو په لاس کښې دی چې یو په کښې ایران دی.
هغه زیاته کړه، دښمنان نه خوښوي چې دا تجهیزات د ایران د ځوانانو په وړتیاؤ سره جوړ شي.