Oct 12, 2023 04:20 Asia/Kabul
  • له نخجوان سره د ارتباطي ریل لارې د جوړولو لپاره د ایران او آذربایجان جمهوریت موافقه

آذربایجان جمهوریت له نخجوان خودمختاره جمهوریت سره د تګ راتګ په موخه د یوې ارتباطي ریل لارې د جوړولو په لړ کښې له ایران سره موافقه کړې ده.

د آذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علي اف د اقتصادي ملګرتیا سازمان د وزیرانو د شورا په اوویشتمه غونډه کښې د ګډونوالو ته په خپلې وینا کښې وویل: باکو د لوې لارې او پټلۍ د جوړولو په لړ کښې چې د ایران له لارې د نخجوان خودمختاره جمهوریت ته د رسیدو امکان برابروي، له تهران سره موافقه کړې ده.،

د قره باغ د وړومبي جنګ په دوران کښې د آذربایجان جمهوریت له مسلمان ولس او حکومت سره د ایران بې طمعې مرستو ته په پام سره باید وویو چې د ۱۹۹۱ میلادي کال په اکتوبر میاشته کښې د آذربایجان جمهوریت له خپلواکۍ وروسته دا وړومبنۍ طرحه ده چې د باکو چارواکي به یې له تهران سره اجرا کړي.

له دې مخکښې په ۱۹۹۴ میلادي اکل کښې د آذربایجان پخواني ولسمشر حیدر علي اف یوازې د امریکې د حکومت د مخالفت په وجه تیار نه شو چې د ایران له خوندي، اقتصادي او لنډې لارې څخه ترکیې ته د دغه هیواد د تیلو د انتقال د پایپ لاین طرحه اجرا کړي. په عین حال کښې له حیدر علي اف څخه د امریکې د هغه وخت د ولسمشر بل کلنټن غوښتنه سبب شوه چې د باکو چارواکي د آذربایجان جمهوریت د تیلو د انتقال د نل لیکې ۲۵ فیصده ونډه ترکیې او عربستان ته وسپاري. دا په داسې حال کښې وو چې د ایران د آذري ژبو ولایتونو استازو له حیدر علي اف نه غوښتنه کړې وه چې د آذربایجان جمهوریت د تیلو لږترلږه څه برخه د ایران د آذربایجانِ شرقي ولایت د مرکز تبریز له لارې ترکیې ته منتقل کړي خو حیدر علي اف دغه غوښتنه، یوازې د امریکې او نړیوال صهیونزم د خوشالولو په موخه ونه منله.

د آذربایجان جمهوریت چارواکو په هغه وخت کښې د انرجۍ د انتقال لپاره د باکو- تفلیس- جیحان لاره غوره کړه چې د دغه هیواد د تیلو له عاید څخه میلیارډونه ډالر یې په انتقال لګي.

له بلې خوا دا وړومبنۍ رغنده طرحه ده چې د آذربایجان جمهوریت چارواکو په تیرو دیرشو کلونو کښې له ایراني چارواکو سره لاسلیک کړې ده. په سیمه کښې خپلواکه سیاسي ټولنې په دې باور دي چې د ایران او آذربایجان ترمینځ د دغې ګډې طرحې اجرا د دواړو ګاونډي او اسلامي هیوادونو په اړیکو کښې یوه عادي او طبیعي موضوع ګڼله کیږي.

په هم دې لړ کښې د آذربایجان جمهوریت د ولسمشرۍ ارګان یني مساوات ورځپاڼې د زنګزور په نامه دهلیز د جوړولو په کینسل بللو سره، د آذربایجان جمهوریت او نخجوان ترمینځ د تګ راتګ لپاره د ارمنستان له سرحدي سیمې یا سپوتنیک ولایت څخه د شوروي د زمانې د ریل لارې او پوخ سړک له احیا کولو د استفادې خبره وکړه. دا په ماسکو کښې د ۲۰۲۰ کال د نومبر د نهمې نیټې د موافقې همهغه نهم بند دی چې د روسیې، ارمنستان او آذربایجان جمهوریت مشرانو یې د فعالولو په سر موافقه کړې وه.

د باکو چاپ دغې ورځپاڼې هم داشان ولیکل: د آذربایجان جمهوریت لپاره ضروري ده چې اوس د ارمنستان په خاور کښې د ۴۰ کیلومیټرو پر ځاې، ۴۴ کیلومیټره د ایران په خاوره کښې جوړیږي.

د ارمنستان چارواکو له دې مخکښې د هېواد له جنوب څخه نخجیوان ته د دهلېز سپارل د ارمنستان د ملي امنیت لپاره یوه ستونزه ګڼلې وه. د ارمنستان حکومتي چارواکو هم ویلي وو چې ترک چارواکو په تیرو دریو لسیزو کې تل له جنوبي ارمنستان څخه نخچیوان ته د دهلیز په ترلاسه کولو ټینګار درلود. خو له دې موافقې سره به اوس د اذربایجان او ترکیې مطلوبه لاره د ارمنستان پر ځای له ایران څخه تیریږي او په دې کې شک نشته چې اذربایجان جمهوریت او ترکیې دواړو خپل هدفونه ترلاسه کړي او تهران هم له باکو سره په وړومبي ګډ پلان کښې په سیمو کښې خپلو صلحه ایزو موخو ته رسیدلی دی. په ځانګړې توګه له هغه وخته چې د آذربایجان جمهوریت او ترکیې له خوا د ارمنستان له جنوب څخه د دهلیز په ترلاسه کولو ټینګار د غرني قره باغ د شخړې لوري د قره باغ د دریم جنګ په درشل اودرولي وو. د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو تل ویلي دي چې د سیمې د هیوادونو ترمینځ له جیوپالیټک بدلونونو سره د مخالفت په ترڅ کښې، د مرکزي آسیا او قفقاز د هیوادونو ترمینځ د صلحې او عدالت غوښتونکي دي.

په ټول کښې، د تهران او باکو په موافقې سره تمه کیږي چې د شمال-جنوب سټراټیجکه او ارتباطي لاره هم د دغې موافقې په اجرا سره لا اسانه شي. ځکه چې آذربایجان جمهوریت چې د شمال-جنوب لارې یوه اصلي څلورلارې ګڼله کیږي، د نخجوان خپلواکه جمهوریت هم له دې سټراټیجکې لارې سره یوځاې کوې شي.

*/*/*/*/*/

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه