نړیواله ټولنه دې د فلسطینې ولس له عام وژنې سره مقابله وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i139888-نړیواله_ټولنه_دې_د_فلسطینې_ولس_له_عام_وژنې_سره_مقابله_وکړي
په ډنمارک کې د ایران سفارت په فلسطیني وګړو د صهیونیست رژیم د پراخو بمباریو په غبرګون کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چي د فلسطیني ولس له عام وژنې څخه د مخنیوی لپاره سملاسي اقدامات وکړي.
(last modified 2023-10-13T20:57:54+00:00 )
Oct 13, 2023 12:48 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه دې د فلسطینې ولس له عام وژنې سره مقابله وکړي

په ډنمارک کې د ایران سفارت په فلسطیني وګړو د صهیونیست رژیم د پراخو بمباریو په غبرګون کې له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چي د فلسطیني ولس له عام وژنې څخه د مخنیوی لپاره سملاسي اقدامات وکړي.

د ایران سفارت ویلي: په غزې کې د اسرائیل د رژیم جنایات له تصور نه وتلی دی، بشپړه محاصره، له اوبو، خوړو او روغتیایي توکو محرومیت او څلورویشت ساعته دوامداره بمبارۍ.

اعلامیه زیاتوي: اوس د دې وخت شوی چي نړیواله ټولنه د دغه نسل وژنې او د یوه پوره ولس د کړاونو او وژلو د ختمولو لپاره اقدام وکړي.