امریکا، په غزه کښې د نسل وژنې اصلي مسئوله ده
د ایران خلکو د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو د غندنې او د فلسطین له مظلومو خلکو د دفاع په لړ کښې د غونډې په پاې کښې یې امریکا په غزه کښې د نسل وژنې اصلي مسئله او لامله وبلله.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران خلکو د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په غندنه کښې چې په ټول هیواد کښې په یو وخت ترسره شوه، د یو پریکړه لیک په صادرولو سره وویل: بیشکه چې د دغه شرمناک او انساني ضده اقدام د بنسټګرو او عاملانو د بوږنوونکو کړنو د دوام او ژوند دوام د زغم وړ نه دی او باید ټول انسانان په یو نړیوال پاڅون کښې د دغې سرطاني غًدې د لرې کولو لپاره لاس په کار شي او د بشریت لمنه له دغه منحوس چینجي پاکه کړي.
د ایران خلکو په دغه پریکړه لیک کښې له پتمنو ولسونو وغوښتل چې له خپلو حکومتونو په جدي غوښتنې سره په خپلو هیوادونو کښې د امریکې سفیران راوغواړي او د ښځو او ماشومانو په دغې بوږنونکې وژلې کښې د امریکې د حکومت په ګډون باندې اعتراض وکړي.
د ایران خلکو همداشان د غزې د محاصري په ختمیدو باندې په ټینګار سره له ملګرو ملتو او نړیوال سره صلیبه وغوښتل چې زرترزره د اسرائیلو د بوږنونکو بریدونو د زخمیانو مرستې ته ځان ورسوي او د درملو او خوراکي توکو په ورلیږلو سره د دې غمیزې د لاپراخیدو مخه ونیسي.
د ایران خلکو له نړیوالو او د بشري حقوقو له ټولنو هم وغوښتل چې د صهیونیسټي رژيم وزیراعظم او د جنګ وزیر یې، په نړیوالو محکمو کښې د جنګي جنایتکارانو په توګه محاکمه او سزا کړي.
په دغه پیرکړه لیک کښې همداشان ټینګار وشه، د نړۍ ټول ولسونه دې د ماشومانو د وژونکي صهیونیسټي رژيم او امریکې د محصولاتو بایکاټ وکړي او د هغوي په علمي او سپورټي فعالیتونو کښې دې له ګډون کولو ډډه وکړي.