صهیونیسټي رژیم دې د سخت او ویجاړوونکي غچ په تمه وي
د ایران د اطلاعاتو وزیر وویل: امریکا او هغه حکومتونه چې د صهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي، باید پوه شي چې د نړۍ د آزادۍ غوښتونکي او عدالت غوښتونکي به د دوی ملاتړ بې ځوابه پرې نه ږدي او د سخت، ویجاړوونکي، وژونکي او مرګوني انتقام په تمه دې و اوسي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اطلاعاتو وزیر حجتالاسلام سید اسماعیل خطیب زیاته کړه: دغه ناوړه عمل به خامخا په تاریخ کې د بشریت په خلاف د خیانت په توګه ولیکل شي او د دغه جنایتکارانه عمل نتیجه دا ده چې نور به د لوېدیځې آسیا د سیمې له هېوادونه سره د صهیونیسټي رژیم د اړیکو د عادي کولو بهیر نه وي.»
د ایران د اطلاعاتو وزیر وویل: که څه هم تر اوسه پورې حکومتونه د خپلو خلکو له نظرونو سره سره، د امریکا د امنیت او رضایت د ترلاسه کولو په موخه له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو هڅه کوي، خو باید پوه شي چې دغه معادله په جدي توګه بدله شوې او دا به نور د دوی لپاره پایلې ونه لري.
د ایران د اطلاعاتو وزیر د الاقصی طوفان عملیات د مقاومت د جبهې تر ټولو پیچلي، هوښیار، زړور او اغېزمن عملیات وبلل، چې د صهیونیسټي رژیم لپاره د ماتې، وژونکي او نه جبران کېدونکي عملیات دي او په سیمه او نړۍ کې د جدي ستراتیژیک بدلون سبب به شي.