د فلسطین د مقاومت ډلو اقدامات د نړیوالو حقوقو پراساس دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د لوکزامبورګ د باندنیو چارو له وزیر« ژان اسلبورن» سره په ټیلي فوني خبرو کښې ټینګار وکړ له نیواکګرۍ سره د مقابلې په لړ کښې د فلسطین د مقاومت ډلو اقدامات د نړیوالو حقوقو پراساس دي.
د قدس نیواکګر په څه د پاسه اویا (۷۰)کلنو کښې هره ورځ د فلسطین په غزې تړانګې ، قدس او لویدیځې غاړې کښې د فلسطیني کډوالو په کیمپونو ، کلیو او ښارونو باندې حملې کوي او دغه رژیم د فلسطین د مظلومو خلکو د امنیت او ارامښت په له مینځه وړلو سربیره زرګونو فلسطینیان شهیدان او ژوبل کړي دي او څه د پاسه پینځه زره فلسطینیان یې بندیان کړي دي چې ډیر سخت شرایط لري.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د لوکزامبورګ له بهرنیو چارو وزیر ژان اسلبورن سره په خبرو کښې وویل د ماشومانو د ښځو او د ملکي وګړو په شهیدولو کښې د صهیونیسټ رژيم نوي جنایتونه ، د سلګونو زرو خلکو بې کوره کول ، د غزې تړانګې په روغتونونو باندې حملې ، په غزې کښې په یوې کلیسا باندې برید او د ملګروملتونو له هڅو سره سره د اوبو د درملو او د خوراکي موادو او د سونګو د رسولو د مخنیوي لپاره د غزې تړانګې د کلابندۍ دوام د فلسطین د مقاومت د ځواکونو په وړاندې د صهیونیسټ رژیم د بې وسې نښه ده.
د لوکزامبورګ خارجه وزیر هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د فلسطین په غزې تړانګې کښې له کړکیچنو شرایطو خبریدا ته په اشارې سره وویل هیله من یوو زر تر زره تاوتریخوالي ختم شي او سیاسي حل لاره په لومړیتوب کښې ورشي.
ژان اسلبورن وویل په سیمه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت رغنده او فعال رول کولای شي د سولې او د ارامښت له ټینګیدا سره مرسته وکړي.