امیر عبداللهیان او اردوغان د غزې بدلونونه وجاجول
(last modified Thu, 02 Nov 2023 01:32:09 GMT )
Nov 02, 2023 06:02 Asia/Kabul
  • امیر عبداللهیان او اردوغان د غزې بدلونونه وجاجول

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د ترکیې ولسمشر د غزې بدلونونه څیړلې دي

په انقره کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان او د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په کتنه کې دواړو لورو په سیمه کې د وروستیو تحولاتو او په غزه کې د جګړې د درولو په اړه د نظر تبادله وکړه.

امیر عبداللهیان چې انقرې ته تللی دی، له اردوغان سره له کتنې مخکې یې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره وکتل.

د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې له چارواکو سره د لیدنې او خبرو لپاره د چهارشنبې په سهار انقرې ته ورسید. دا د فلسطین د مسئلې او پر غزې د بریدونو په اړه د امیر عبداللهیان د سیمه ایز سفر او صلاح مشورو دویم سفر دی.