رئیسي : په غزه کې باید ژر تر ژره اوربند وشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141102-رئیسي_په_غزه_کې_باید_ژر_تر_ژره_اوربند_وشي
رئیسي په دې خبرې سره چې په غزې تړانګه کښې د اوربند په رامینځته کولو کښې د امریکا د مرستې ادعا دروغ ده څرګنده کړه: امریکا د ملګرو ملتوپه امنیت شورا کښې وړاندیز شوی پریکړه لیک ویټو کوي او په حقیقت کښې د فلسطین د خلکو د وژلو لپاره د صهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي.
(last modified 2023-11-06T04:22:58+00:00 )
Nov 06, 2023 08:49 Asia/Kabul
  • رئیسي : په غزه کې باید ژر تر ژره اوربند وشي

رئیسي په دې خبرې سره چې په غزې تړانګه کښې د اوربند په رامینځته کولو کښې د امریکا د مرستې ادعا دروغ ده څرګنده کړه: امریکا د ملګرو ملتوپه امنیت شورا کښې وړاندیز شوی پریکړه لیک ویټو کوي او په حقیقت کښې د فلسطین د خلکو د وژلو لپاره د صهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي.

 

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر په غزې تړانګه کښې د ژر تر ژره د اوربند په رامینځته کولو ټینګار وکړ او ویې ویل:  د غزې تړانګې د بمباریو په دوام کی د امریکااو ځینو اروپايي هیوادونو په ملاتړ سره د صهیونیسټ رژيم وحشتناک جنایت د بشریت ضد جنایت ،   نسل ختمونه  او د ماشومانو وژنه  ده .

د غزې په تړانګه د بمباریو او د فلسطینی ښځو او ماشومانو د وژلو دوام په داسې حال کښې دی چې لویدیځ هیوادونه چې د صهیونیسټ رژیم ملاتړی دی په  امنیت شورا کښې د اوربند هر ډول پریکړه لیک ویټو کړی او یا د فلسطینیانو د وژلو او بمباریو د بندولولپاره  د هلوځلوپه  ځای له تل ابیب  په زیات ملاتړ کی د پریکړه لیکونو په تصویبولو پسې دي .

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سیدا ابراهیم رئیسي نن په تهران کښې د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوداني سره په ګډه خبري غونډه کښې وویل، د اوربند ټینګول او غزې ته د مرستو رسول باید ژر تر ژره ترسره شي زیاته کړه   له بده مرغه صهیونیسټ رژیم ته  د امریکا له لوری مالي ، تسلیحاتي او اطلاعاتي مرستې  هغو د  فلسطین د خلکو وژلو ، بی رحمانه اقداماتو او ظالمانه کړنو ته لمسوي .

رئیسي په دې خبرې سره چې په غزې تړانګه کښې د اوربند په رامینځته کولو کښې د امریکا د مرستې ادعا دروغ ده څرګنده کړه: امریکا د ملګرو ملتوپه  امنیت شورا کښې وړاندیز شوی پریکړه لیک ویټو کوي او په حقیقت کښې د فلسطین د خلکو د وژلو لپاره د صهیونیسټي رژیم ملاتړ کوي.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ټینګار  وکړ: اسلامی هېوادونه، سیمه او نړۍ او هغه کسان چې په  خدای باور لری  د خدای په وړاندی ، هغه کسان  چې په  انسانی وجدان  باور  لری  د بشری وجدان او هغه کسان  چی په  تاریخ  باور لري د تاریخ په وړاندی  نه شی کولای د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د چوپتیا ځواب ووایی .

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر همدارنګه د ایران او عراق د اړیکو او د هغوی د لوړتیا په باره کښې وویل: د دواړو هېوادونو اړیکي ورځ په ورځ پراخیږی او د دواړو هېوادونو سیاسی او امنیتی ملګرتیاوې د تهران  ـ بغداد د ملګرتیاوله مهمو اړخونو دی.

د عراق لومړی وزیر محمد شیاع السوداني نن سهار د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د کتنې لپاره تهران ته راورسید او د مهرآباد په هوايي ډګر کې یې د ایران دتیلو وزیر جواد اوجي لخوا تود هرکلی وشو.