ایران د غزې د نسل کشۍ د بندیدا غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141162-ایران_د_غزې_د_نسل_کشۍ_د_بندیدا_غوښتنه_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان امریکا ته په خطاب کښې وویل: د فلسطین د غزې تړانګې پرضد ریاکارۍ او نسل کشۍ بنده کړئ.
(last modified 2023-11-07T13:05:57+00:00 )
Nov 07, 2023 13:41 Asia/Kabul
  • ایران د غزې د نسل کشۍ د بندیدا غوښتنه وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان امریکا ته په خطاب کښې وویل: د فلسطین د غزې تړانګې پرضد ریاکارۍ او نسل کشۍ بنده کړئ.

هغه ایران ته د امریکا د پیغام په هکله په خپلې اینټرنیټ پاڼې کښې په دې خبرې سره چې امریکا له تیرې اونۍ راهسې د انساني اوربند هڅه کوله ولیکل : مونږ د امریکا پیغام ترلاسه کړ او هغه کاملا ناسمې خبرې کوي.»

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دې ته په اشارې سره چې امریکا د فلسطین د لویدیځې غاړې او د غزې تړانګې پرضد جنګونه مدیریت کوي امریکا ته په خطاب کښې ټینګار وکړ د غزې پرضد نسل وژنه او ریاکارۍ بنده کړئ.

هغه وویل سپینه ماڼۍ ترجیح ورکوي هماغه راز په جرم کښې شریکه ووسي او د نړۍ له عمومي افکارو سره د تقابل په بیه د اسرائیلو له دړې وړې شوي رژیم سره ملګرتیا وکړي.