ایران او افغانستان اوږدمهاله موافقه لاسلیک کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د ولسمشر سلاکار او د ځانګړیو ازادو او اقتصادي سیمو د لوړې شورا سیکرټر حجت الله عبدالملکي وویل د چابهار ازادې سیمې په چورلیزتوب سره د افغانستان او د ایران ترمینځ د پانګونې اوږدمهاله موافقه د بڼه د خپلیدا په حال کښې ده.
هغه پرون د افغانستان د طالبانو د حکومت د موقته کابینې له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره پلاوي سره د سیستان و بلوچستان ولایت په چابهار بندر کښې په کتنې سره دې ته په اشارې سره چې ایران او افغانستان د اسلامي تمدن په حوزه کښې دوه ډير مهم هیوادونه دي او زیات کلتوري اشتراکات او ګډولې لري وویل دواړو هیوادونه د اقتصادي تعاملاتو د پراختیا لپاره مناسبه زمینه کیدلای شي.
عبدالملکي وویل د ایران او د افغانستان اوږدمهاله موافقه د ټرانسپورټ، لاجیسټیک او د بیلابیلو محصولاتو د تولیدولو په زمینه کښې ده او د افغانستان چارواکي له ایران سره په اوږدمهاله موافقې ټینګار لري ځکه چې ګټه په اوږدې مودې کښې ده.
هغه وویل د ایران ټاټوبی د ټرانزیټ د پراختیا لپاره د سیمې تر ټولو ښه لاره ده او دغه مهم به د سیمې د هیوادونو لپاره ګټور او کارنده وي.