Nov 12, 2023 11:01 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر د عربستان ولیعهد ته د سفر بلنه ورکړه

په عربستان کښې د ایران سفیر« علیرضا عنایتي» بیګا په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې ولیکل د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په ریاض کښې د اسلامي ملګرتیا د موسسې د غونډې په څنګ کښې د سعودي له ولیعهد او د وزیرانو د پلاوي له مشر محمد بن سلمان سره کتنه او خبرې وکړې.

هغه وویل د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي  په دغه کتنې کښې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان ته بلنه ورکړه چې تهران ته راشي.

د ایران ولسمشر  عربستان ته له یوه ورځني سفر راستنیدا وروسته په تهران کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د فلسطین په هکله صریح نظر لري ټینګار وکړ ایران له لومړیو څخه صهیونیسټ رژیم یو غاصب رژیم بللی دی.

 

ټیګونه