په غزې د وحشي صهیونیسټانو بې له آمانه بمبارۍ انسانیّت شرمیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141562-په_غزې_د_وحشي_صهیونیسټانو_بې_له_آمانه_بمبارۍ_انسانیّت_شرمیږي
د ایران  او قطر خارجه وزیرانو د فلسطین په غزې تړانګې کې  د مظلومو او بې څوکه فلسطنیانو په بضد د وحشي  او جنایتکار صهونیسټي رژيم  دیرغلونو د  درولو لپاره د وروستیو ډيپلوماټيکو نوښتونو او هڅو  په باب  سره  دنظرتبادله او مشورې وکړې.
(last modified 2023-11-15T04:27:19+00:00 )
Nov 15, 2023 01:47 Asia/Kabul
  • په غزې د وحشي صهیونیسټانو بې له آمانه بمبارۍ انسانیّت شرمیږي

د ایران  او قطر خارجه وزیرانو د فلسطین په غزې تړانګې کې  د مظلومو او بې څوکه فلسطنیانو په بضد د وحشي  او جنایتکار صهونیسټي رژيم  دیرغلونو د  درولو لپاره د وروستیو ډيپلوماټيکو نوښتونو او هڅو  په باب  سره  دنظرتبادله او مشورې وکړې.

زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو له وزیر شیخ محمد  بن عبدالرحمن آل ثاني سره په ټيلیفونی تماس کې له فسطین سره داړونده وروستیو بدلولونو او د غزې تړانګې د مظلومو  خلکو په ضد د   دجنایتکار صهیونیسټي رژيم د وحشي ډ وله  یرغلونو او بمباریو  په باب دنظر تبادله  او بحث وکړ.

په دغو ټیلیفوني خبرو کې د غزې د بیارغونې د قطري کمیټې د مرکز د  بمباریدا  موضوع  ته هم پام وشو .

 د ایران او قطر خارجه وزیرانو  همدرااز په غزې تړانګې کې  د نسل وژنې دوام  او  او ډير ترینګلی ا نساني بحران یوه جدی خطر ه وبلله اوپه دغې سیمې  کې  ئې د فلسطینیانو په ضد دجنګی جنایتونوپه فوري  دریدا او  دفلسطین بې څوکه  مظلومو خلکو سره د سملاسبی مرسته رسونې باندې ټينګار وکړ.

په داسې حال کې چې په همداوروستیو کې امریکا دملګروملتو  په امنیت شورا کې  د فلسطین په غزې کې د اور بند د پریکړه لیک دتصویبیدا مسوده  دوه ځله ویټو کړې ده، په غزې کې د وحشي ډوله صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله  پوځ د بې آمانه  بمباریو او حملو کې تر دې دمه  د شهیدانو شمیر یولس زره پنځه سوه کسانو اوښتی  دی چې په هغو کې کابو پنځه زره دوه سوه ماشومان او کابو درې زره  څلور سوه شپیته ښځې  هم شاملې دي   او دغه راز د ټپیانو شمیر هم کابو ۲۹ زره کسانو اوښتی دی چې ددرملنې درست امیدونه ئې  هم په له مینځه تلو دي.  په دغو ترینګلو او خطرناکو حالاتو کې بیا هم  د اسلامی  او عربو هیوادونو مشرانو پخپلې وروستۍ  سرمشریزې کې  داسې هیڅ نوښت ونه کړ  چې د غزې د مظلومو  خلکو کوم امید ئې پوره کړی وي.