امیر عبداللهیان د ګوترش له ځانګړي استازي سره وکتل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سویټزرلینډ ته د سفر په دوام کښې د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړي استازي سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د یو پلاوي په مشرۍ د غزې د حالاتو په هکله په جنیوا کښې د نړیوالو سازمانونو له یوشمیر چارواکو سره د لیدوکتو په موخه دغه ښار ته تلی دی، پرون یې د سوریې لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي د ځانګړي استازي ګیر پډرسن سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
دغه غونډه د غزې د ستونزو د هواري او د دغې سیمې اوسیدونکو ته د مرستې رسونې او هم د سوریې د ستونزو د ختمولو لپاره د ایران د خارجه وزیر د سفارتي فعالیتونو په دوام کښې ترسره شوې ده.
د ایران خارجه وزیر پرون په انساني چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي د مرستیال، د نړیوال سره صلیب له مشر، په بشري حقوقو کښې د فعالو نړیوالو سازمانونو له سفیرانو او نمایندګانو په شمول د ملګرو ملتو له ګڼو چارواکو سره کښې وکړې چې ټولې د غزې له مظلومو خلکو سره د مرستې او د صهیونیسټانو له خوا د فلسطینیانو د بوږنونکې وژلې د مخنیوي په موخه وشوې.
د ویلو ده،
د ویلو ده چې په غزې باندې د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کښې چې د اکتوبر له اوومې نیټې پیل شوي او تراوسه دوام لري، څه باندې یوولس نیم زره فلسطینیان شهیدان شوي او له ۲۹ زرو زیات زخمي شوي دي.