موږ د مقاومت سیاسي ملاتړ ته دوام ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i141886-موږ_د_مقاومت_سیاسي_ملاتړ_ته_دوام_ورکوو
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، په دې خبرې سره چې موږ د حماس په عملیاتو کې ګډون نه کوو او دا په بشپړه توګه د فلسطین پریکړه وه، ټینګار وکړ: موږ د نیواکګرو پر وړاندې د مقاومت لپاره خپل سیاسي ملاتړ ته دوام ورکوو.
(last modified 2023-11-21T05:14:30+00:00 )
Nov 21, 2023 09:41 Asia/Kabul
  • موږ د مقاومت سیاسي ملاتړ ته دوام ورکوو

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، په دې خبرې سره چې موږ د حماس په عملیاتو کې ګډون نه کوو او دا په بشپړه توګه د فلسطین پریکړه وه، ټینګار وکړ: موږ د نیواکګرو پر وړاندې د مقاومت لپاره خپل سیاسي ملاتړ ته دوام ورکوو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د سویس په جنیوا او له CBS نیوز سره په مرکه کې، په غزې کې د بدلونونو په اړه وویل: په سیمه کې د امریکا له ټولو اډو د ممنوعه وسلو په ګډون، جنګي وسلې اسرائیلي رژیم ته ورکول کېږي، چې په ښکاره توګه امریکا د غزې پر وړاندې په جګړه او په غزه کې په نسل وژنې کې ښکېله  ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: حوثيان د یمن د اوسني سیاسي نظام او ټولنې یوه مهمه برخه ده او د خپلو ګټو په چوکاټ کې فیصلې او عمل کوي، البته  هغو په څرګنده توګه ویلي چې د غزې د نسل وژنې په تړاو به بې تفاوته نه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه وویل: هغو ډلو چې په عراق او سوریه کې د امریکا د ګټو خلاف اقدام کړی، خپله یې فیصلې کړې او د  خپلو ډلبندیو او فیصلو پر بنسټ یې اقدام کړی دی.

د امیر عبداللهیان په وینا، البته  سپینې ماڼۍ ایران ته یو پیغام استولی او وایي چې د جګړې د پراخولو په لټه کې نه دی او هڅه کوی بشردوستانه مرستې ولېږدوي او جګړه ودروي، خو تر دې مهاله امریکا هېڅکله د جګړې د پایته رسولولپاره خپله  اراده نه ده ښودلې، بلکې د جګړې شدت یې زیات کړی، امریکا باید د دې مسئولیت ومني.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: نیول شوې سیمې د نړیوالو قوانینو په منطق کې خپل قوانین لري او د نړیوالو قوانینو له مخې د نیول شوي هېواد خلک حتی د خپل ځان د دفاع لپاره په وسله واله جګړه کې هم ګډون کولای شي، خو د حماس دغه اقدام د فلسطین د آزادۍ د یوې ډلې په توګه موږ له نیواک  ضد سره مبارزه په بشپړه توګه د نړیوال قانون په چوکاټ کې ګڼو.

امیر عبداللهیان زیاته کړه: اسرائیل یو نیواکګر ځواک دی، نړیوال قانون چې په امریکا او لوېدیځ کې لیکل شوی، د نیول شوي هېواد ښاریزو ته د وسلو د ګرځولو او له ځانه د دفاع حق ورکوي.