Nov 24, 2023 06:14 Asia/Kabul
  • دIAEA واکمنې شوراغونډه په غزې کې له جنایتونواغیزمنه وه

د ایران داسلامی جمهوریت د ایټمی انرژۍ دادارې مشرمحمد اسلامی ددې خبرې په کولو سره چې د ایټمی انرژۍ دنړیوال آژانس د واکمنې شورا غونډه د صهیونیسټ رژيم د ملاتړ او نیوکه کونکو ترمینځ په دوو ډلو ویشل شوې،ووئيل،د شورا غونډه په غزې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم د جنایتونو تر اغیزو لاندې وه .

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ،محمد اسلامی بیګا د ایران یو ټیلیویژنی  چینل په یوه پروګرام کې په خبرو کې د وروستیو  بدلونونو په باب ووئيل،نړیوال اورګانونو یو ځل بیا د غزې په جنګ کې د وه ګوڼه سټنډرډونو ته مخه کړې ده،ووئيل،د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس عمومي مدیر ته په یوه لیک کې مو د غزې په ضد د ایټمی وسلوڅخه د استفادې لپاره  د صهیونیسټ رژیم د یوه وزیر دګواښ موضوع او د ایران په ضدپه همدغه چورلی سره دنتنیاهو خبرې یادې کړي دي،خو آمانوئیل ګروسي پخپل راپور کې دې موضوع ته  کومه اشاره نه ده کړې .

اسلامی ووئيل، تمه لرو په جمع بندۍ کې دغې  موضوع ته اشاره وشي څو  په نیواکګر رژيم  سیاسی دباؤ زیات شي. هغه زیاته کړې ده،مختلفو هیوادونو پخپلو  اعلامیو کې په ډ اګه دې موضوع ته اشاره کړې ده او د واکمنې شورا ناسته هم  په غزې کې د نیواکګر رژيم  دجنایتونو او دغزې د جنګ تر اغیزو لاندې  ترسره شوې ده .د ایران د ایټمی انرژۍ دادارې مشر  ووئيل، له امریکا، انګلستان،فرانسې او جرمني پرته چې په هره بڼه د جنایتکار رژیم ملاتړي دي،نور هیوادونه  ورڅخه پیروي نه کوي.هغه په دوام  کې ددې خبرې په کولو سره چې په واکمنې شورا کې د ایران په ضد ټول مطرح شوي تورونه د صهیونیسټ رژیم   جوړ شوي دی ووئیل،وحشي صهیونیسټي رژیم  نه د سیف ګارډز غړی دی او نه هم د این پي ټي ،خو له بده مرغه  آژانس د ایران په ضد ددغه رژيم له ادبیاتو استفاده کوي، چې باید په خود کې دې شي.

داپه  داسې حال کې دي چې اروپائي ټرائيکا  یو ځل بیا د ایران د سوله ایز ایټمي پروګرام په باب خپله ادعائي  ګډه اعلامیه ولوستله،چې البته د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې په اجرا کې ئې د اروپائي لوري لټيَو او دامریکا یو اړخیز چلند او وتلو ته هیڅ ا شاره  نه ده کړې  او یوازې ئې ایټمی موافقې ته د ایران د نه پابندۍ  ډڼډوره  وهلې ده .

 

ټیګونه