Nov 28, 2023 12:10 Asia/Kabul
  •   د امریکا جنګی بیړه په فارسی ژبه دپوښتننوله خوابونو وروسته فارس خلیج ته وارده شوه

د امریکالویه جنګی بیړه د ایران دسمندري ځواک  د مسئولانو ټولو پوښتنو ته له ځواب ورکولو وروسته فارس خلیج ته  وارده شوه

د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو دسمندري ځواک قوماندان په یولړ څرګندونو کې ووئيل، د امریکاستره جنګی بیړه د سپاه پاسدارانو د سمندری ځواک د مسئولانو  ټولو پوښتنو ته په فارسي  ژبه له ځواب وروسته   له هرمز تنګي څخه فارس  خلیج ته وارده شوه.

ایرنا خبری آژانس  راپور ورکړ، د ایران د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د سمندري ځواک قوماندان امیر الحبرعلی رضاتنګسیري بیګاپه رسندوئي  خبرو کې د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ سمندری ځواک د ورځې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره زیاته کړه، امریکایان دې په فارس خلیج کې منطقي چلند ولري، ځکه کله دغې سیمې ته واردیږي، نو په بشپړډول د ایران د اسلامی جمهوریت د  پوځ اوسپاه پاسدارانو دسمندری ځ واک په شیشت کې دي.

امیرالبحر تنګسیري په وروستیو شپو ورځو کې  فارس خلیج ته دامریکا د جنګی بیړئ واریدیدا ته په اشارې سره  ووئيل،ایراني ډرونز ددغې جنګي بیړئ د پاسه وو او خبرداری  ورکړل شو چې امریکائي چورلکې دې کیښني او امریکایان دې هم د ایران پوځي فرمانونو ته  غوږ کیږدي.

امیر البحر تنګسیري  زیاته کړې ده ،په فارس خلیج کې دبهرنیو ځواکونو ټول خوځښتونه څارل کیږي او دې ځل  چې امریکائي بیړه سیمې ته وارده شوه ،نو  د تیر ځل په نسبت ئې لازیاته ملګرتیا او فرمانونو ته غوږ اچوؤ.

هغه په سیمې کې د امریکا د جنګي بیړئ  شتون د مقابلو لورو لپاره  د اقتدار رامینځةکول نه بلکې د زړه  خوشالولو لپاره یوازې یوه وسیله  وبلله او وې وئيل،هغه ورځ چې د فارسی ټاپو په پنځه میلو  فاصلې کې د امریکا لس تیریګر عسکرونیول شول،نو په فارس خلیج کې د امریکاپنځه جنګی کشتۍ  او په یوسل پنځوس الوتکو وړونکي لویه  جنګی بیړه هم موجوده وه.  

 

ټیګونه