ګروسي دې جذباني دریځنیونه نه کوي
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند وویل: په خواشینۍ سره د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس عمومي منشي د ایټمي پروګرام په هکله د هغو هوکړو خبره کوي چې د مسئولیت له ساحې یې بهر دي.
د ایرنا د خبر له مخې، بهروز کمالوندي پرون د «برجام ۲» د لاسلیکیدو د ضرورت په هکله د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د مشر رافائل ګروسي د وروستیو خبرو په هکله زیاته کړه: د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د عمومي منشي دنده تر تخنیکي اقداماتو محدوده ده او ورته پکار دي چې حقیقي او له احساساتو خالي رپورټونه وړاندې کړي.
کمالوندي وویل: په خواشینۍ سره ګروسي د ایران د ایټمي پروګرام په هکله د داسې هوکړو خبره کړې ده چې له سیه یې د مسئولیت له ساحې وتلې دي او قاعدتاً هغه ته دا ډول سیاسي خبرې کول نه دي پکار.
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې ویاند ټینګار وکړ: تراوسه د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس له عمومي منشي پرته بل چا د برجام ۲ په هکله هیڅ خبره نه ده کړې او دا یوه عجیبه دریځنیونه ده.