امریکا او اسرائیل د جنګونو د زیاتیدا مسوول دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i142896-امریکا_او_اسرائیل_د_جنګونو_د_زیاتیدا_مسوول_دي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» وویل: د امریکا حکومت یوځل بیا ثابته کړه چې په غزې تړانګه کښې د فلسطیني ښاریزو او ملکي وګړو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو په وژلو او د بیخ بنایانو د تباه کولو اصلي عامل دی.
(last modified 2023-12-09T04:28:54+00:00 )
Dec 09, 2023 08:46 Asia/Kabul
  • امریکا او  اسرائیل د جنګونو د زیاتیدا مسوول دي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعاني چافي» وویل: د امریکا حکومت یوځل بیا ثابته کړه چې په غزې تړانګه کښې د فلسطیني ښاریزو او ملکي وګړو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو په وژلو او د بیخ بنایانو د تباه کولو اصلي عامل دی.

هغه په غزې تړانګې کښې د سمدستي انسان دوستانه مرستو د ټینګولو په هدف سره د ملګروملتونو موسسې د امنیت شورا د پریکړه لیک په بیا ویټو کولو کښې د امریکا د اقدام د غندلو په ترڅ کښې وویل د امریکا حکومت یوځل بیا ثابته کړه چې د فلسطیني ښاریزو او پوځیانو په تیره بیا د ښځو او د ماشومانو د وژلې او د غزې تړانګې د مهمو بیخ بنایانو په ړنګولو کښې اصلي لوبغاړی او عامل دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي زیاته کړه: د غزې پرضد د صهیونیسټ ماشومانو وژونکي رژیم له وحشیانه یرغل پیل راهسې امریکا  په دوامداره توګه د فلسطین د ملت پرضد د نسل کشۍ او د جنګي جنایتونو په ترسره کولو کښې له اسرائیلو اپارتائیډ سره خپله ملګرتیا او هم تړونوالی ثابت کړی دی.

هغه ډاګینه کړه د امریکا اوسني چارواکو چې د ریاکارۍ او تظاهر په لباس کښې یې د غزې د ملکي وګړو او د ماشومانو د ژوند په هکله اندیښنه څرګنده کړي وه تیره اونۍ خپله دوه سوم(۲۰۰) پوځي او وسله وال پیټي د اسرائیلو د ماشومانو وژونکي رژیم ته واستول او واشنګټن په تیرو څه د پاسه دوو میاشتو کښې د غزې تړانګې او د لویدیځې غاړې د فلسطین د بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم هر ډول پوځي ، سیاسي ، استخباراتي او رسندوي مرستې او ملاتړونه کړي دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي وویل شک نشته چې د امریکا حکومت د فلسطین د کابو اتلس زره(۱۸۰۰۰) ملکي وګړو چې کابو اته زره یې مظلوم ماشومان دي په بې رحمانه وژلو کښې شریک  دی او په پریکنده توګه په سیمه کښې د جنګ هر ډول زیاتیدل د امریکا او د اسرائیلو غاصبو رژیم ته متوجه دي.