د غزې پيښو د دنیا خلکو ته د امریکا حقیقي څیره وروښودله
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشرسید ابراهیم رئیسي په غزې تړانګه کښې د اوربند د پریکړه لیک ویټو کول خواشینونکي او د فلسطین د خلکو په وژلو کښې د امریکا د نیغ په نیغه رول بل سند وباله.
هغه پرون د کابینې په غونډې کښې وویل د غزې پیښو د امریکا له څیرې څخه د نفاق پرده لیرې کړه او د امریکا د حکومت غیر انساني، بشري ضد او ظالمانه څیره یې د دنیا خلکو ته وروښودله.
د ایران ولسمشر رئیسي په دې خبرې سره چې نن سبا ټولې دنیا په نړیوال ډګر کښې د یواړخیز پالنې د ختمولو ضرورت درک کړی دی وویل د ملتونه دغه بیدارۍ به په پریکنده توګه د نړۍ د شرایطو د بدلیدا ، د یواړخیز پالنې د ختمیدا زیری ورکونکي او په نړۍ کښې د څو اړخیزپالنې پراساس د عادلانه نظام د واکمنیدا زمینه جوړونکي وي.
هغه په غزې کښې د اوربند د پریکړه لیک ویټو کولو ته په غبرګون کښې وویل امریکا د غزې د ښځو او د ماشومانو د وژلو تر ټولو مهمه ملاتړي ده.