Dec 12, 2023 11:38 Asia/Kabul
  • د  ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه:-

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو اوس به د ایران او بهرنیو ورځپاڼو ته کتنه وکړو هیله ده چې د لوستلو وخت یې ولرئ.

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سمندري ځواک قومندان امیر البحر شهرام ایراني» وویل د امریکا جنګي بیړۍ زر له سیمې څخه شړو.

هغه په دې خبرې سره چې ډیرو کسانو وویل د امریکا جنګي بیړۍ د معادلې د بدلولو لپاره سیمې ته راغلي ده وویل: باید ووایو چې د امریکا دغه جنګي بیړۍ د فتنې د اچولو او د خپلو ضرورتونو د تامینولو لپاره راغلي ده او مونږ زره امریکایان له سیمې څخه وشړو.

هغه وویل مونږ نور تر دباو لاندې نه یوو او نفوذ اعمالولای شو.

د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي» وویل: دوهم اټومي تړون د لویدیځو هیوادونو زیات غوښتنه ده او مونږ ورته توجه نه کوو.

هغه وویل د دوهم اټومي تړون او هغه ته ورته موردونه د هغو کسانو لخوا ترسره کیږي چې خپلو ژمنو ته پاې بنده نه دي او د وخت په تیریدا سره د ځینو انحرافي ایډیاګانو په مطرح کولو سره د خپل اقدام د نه ترسره کولو په توجیه پسې دي.

کنعاني وویل ایران بل اټومي تړون ته ضرورت نه ویني.

په نیواکي ټاټوبو کښې د ایلات» بندر مشرپه یوې وینا کښې صهیونیسټ رژيم ته د  کشتیو د حرکت د مخه نیولو په هکله د یمن د پوځ د ګواښونو په دلیل اسرائیلو رژیم ته د تاوانونو په رسیدا اعتراف وکړ او ویې ویل د یمن ګواښونه د ایلات بندر پینځه اتیا فیصده ګټې له مینځه وړي.

د اسرائیلو هاارتص ورځپاڼې وویل د صهیونیسټ رژیم پوځ په غزې تړانګې کښې د مرګ ژوبلو په هکله دروغ وايي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم راپور ورکړی په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم په پینځه څلویښت ورځني ځمکني یرغل کښې د دغه سیمې په خلکو باندې د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو لخوا د امریکا جوړ دوه ویشت زره بمونه غورځول شوي دي.

د نیجر د پوځي واکمنانانو لپاره بل بریالیتوب د لویدیځې افریقا هیوادونو د نیجر نوی حکومت په رسمیت وپیژند.

د لویدیځې افریقا د هیوادونو اقتصادي ټولنې (اکواس)  چې په تیر دوبي کښې یې په نیجر هیواد باندې واکمنې پوځي شورا ته د پوځي لاسوهنې ګواښ کړی و بالاخره دغه شورا په رسمیت وپیژندله.

د سوریې په چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي« ګي یر پدرسن» ټینګار وکړ: په تیرو دیارلسو کلونو کښې د سوریې د څنګ ته کولو لپاره د لویدیځو هیوادونو هڅې نتیجې ته نه دي رسیدلي.

په داسې حال کښې چې اوکراین سمدستي پوځي مرستو ته ضرورت لري جرمني په یوې بې اساسه ژمنې کښې ویلي دي چې راتلونکي کال کي یف ته دوه لکه توپونه ورکړي.

سویډن هیواد چې د ورانکارو کسانو په  شتون سره له بهشت څخه په جهنم بدل شوی دی.

ورانکارو کسانو په ډزو او بمونو سره څه موده کیږي چې د سویډن هیواد ستر ښارونه په نښه کړي دي او اوس د هیواد ارامه ښارونه او شاو خوا سیمې هم له ناامنیو سره مخ دي چې د ارامه او د امنه هیواد په توګه د سویډن شهرت داغي شي.

د ارجنټاین ټرامپ لوړه وکړه.

د ارجنټاین د سرزوري ښي پال « مخکښې ازادۍ » ګوند منتخب ولسمشر خاویر میلي  لوړه وکړه او په رسمي ډول یې د ولسمشر په توګه خپل کار پیل کړ.

()

ګرانو دوستانو اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ناصر کنعاني چافي وویل  ایران د فلسطین د موضوع په هکله له اروپايي هیوادونو په تیره بیا جرمني سره متفاوتې لیدتوګي لري.

هغه وویل ایران په بل اټومي تړون اعتقاد نلري او د هغه ضرورت ته قائل نه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د دوحې د ټولنې په غونډې کښې په دې خبرې سره چې د فلسطین مقاومت تر څو کلونو لپاره له صهیونیسټ رژیم سره د جنګ د وام وس لري وویل حماس یو ازادۍ بښونکی ملي غورځنګ دی او مونږ د صهیونیسټ رژيم په مقابل کښې د دغه غورځنګ د مبارزو ملاتړ کوو.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په غزې تړانګې کښې د اوربند په ټینګولو کښې د امنیت شورا په ناکامۍ باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل تفرقه او د اتحاد نشتون دغه شورا فلج کړي ده.

د فلسطین د بندیانو په چارو کښې دوو فعالو فلسطیني موسسو وویل د اسرائیلو پوځیانو په غزې تړانګې باندې د ځمکنیو حملو په بهیر کښې یوسل دوه څلویښت ښځې او د شیدو ماشومان نیولي دي چې د برخلیک په هکله یې  هیڅ خبر نشته.

د سوریې په چارو کښې د ملګروملتونو ځانګړي استازي «ګي یر پدرسن»اعتراف وکړ چې په تیرو دیارلسو کلونو کښې د سوریې د څنګ ته کولو لپاره د لویدیځ هڅې نتیجې ته ونه رسیدلې وویل دیارلس کاله کیږي چې لویدیځ هیوادونه هڅه کوي سوریه څنګ ته کړي خو بریالي نشول.

افریقايي هیوادونو د نیجر هیواد کودتاچیان په رسمیت وپيژندل.

د هندوستان لوړې محکمې د جمو او کشمیر د ځانګړي حالت پّ هکله د درې سوه اویایمې مادې د لغو کولو په هکله د لومړي وزیر نارندار مودي د حکومت فیصله تائید کړه او حکم یې ورکړ چې د هندوستان د یوې صوبې په توګه د  جمو او  کشمیر د پارلمان انتخابات د راتلونکي میلادي کال د سپتمبر د میاشتې په دیرشمه نیټه وشي.

سوډان د متحده عربي اماراتو پینځلس ډیپلوماټان وویستل.

خبرو سرچینو د سوډان د چټک عکس العمل له ملیشا ډلو څخه د متحده عربي اماراتو د ملاتړونو په دوام پسې له پلازمینې خرطوم څخه د ابوظهبۍ پینځلس ډیپلوماټاتو د ایستلو خبر ورکړ.

()

ډیرو قدرمنو دوستانو اوس به  د ځینې بهرنیو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته اشاره وکړو.

()

مېل انلاین د هغو پخوانیو افغان ځانګړو ځواکونو په برخلیک باندې یوه مقاله خپره کړې چې له پاکستانه بېرته افغانستان ته د استول کېدو له خطر سره مخ دي.

د مقالې له مخې شاوخوا دوه سوه افغان ځانګړي ځواکونه چې د برتانوي ځواکونو سره یوځای جنګېدلي وو او د جمهوریت په سقوط سره پاکستان ته تښتېدلي اوس بېرته د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته لېږل کېږي.

د مقالې لیکوال زیاتوي دا چې اوس پاکستان افغان کډوال له خپلې خاورې باسي دا اندېښنې هم ورسره زیاتې شوي چې پخواني ځانګړي ځواکونه ممکن د طالبانو له خوا شکنجه یا ووژل شي.

 

یو شمېر افغان پخوانیو ځانګړو ځواکونو په بریتانیا  باندې په دې وروستیو کې نیوکې زیاتې کړي چې په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی او دوی یې بریتانیا ته نه دي وړي.

برتانوي پوځي مشران هم دې ټکي ته  متوجه دي او د دغو افغان ځانګړو ځواکونو د انتقال په برخه کې یې د حکومتي چارواکو بې غوري د نه منلو وړ بللې.

له دې ډیلي مېل انلاین د جنرال ریچارډ براون خبرې راخیستي چې یو وخت په افغانستان کې د برتانوي ځواکونو قومندان و.

هغه د افغان ځانګړو ځواکونو د انتقال په برخه کې ځنډ او نه پاملرنه یو خیانت بللی او ویلي یې دي دا کار به د هغو خلکو د ځان په قیمت تمام شي چې له بریتانیا سره یې اوږه په اوږه جګړه کړې ده.

()

د امریکا ملي عمومي راډیو 'این پي آر' سره تړلې ډبلیو بېز شیکاګو خپرندویې د یوې داسې وړې افغان ماشومې په اړه مقاله خپره کړې چې ژبه او غوږونه یې کار نه کوي.

دا شپږ کلنه نجلۍ چې محبوبه نومېږي په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته په رسېدو د مقالې له مخې له ګڼو ستونزو سره مخ وه. لومړۍ دا چې په دې واړه عمر له خپل اصلي وطنه کډواله شوه او بیا په یوه نوي محیط کې هر څه ورته پردي ښکارېدل.

د محبوبې پلار وايي چې په ډېرې سختۍ به یې په خبرو سر خلاصېده او کله کله به چي دوی د محبوبې په خبرو نه پوهېدل نو هغې به ژړل یا به یې چغې وهلې.

 

د محبوبې پلار په خپلو شته امکاناتو ځینې عکسونه کاږلي وو چې د لوږې، تندې یا نورو اړینو مسایلو څرګندونه به یې کوله او محبوبې به هماغه کارول.

وروسته چې محبوبه د اشارې ژبې ځانګړي ښوونځي ته داخله شوه هلته هم په ډېرې سختې مخته تلله. د محبوبې استادانو ویلي چې دې وړې نجلۍ د اشارې ژبه نه وه زده.

 د محبوبې استادانو کرار کرار ځینې شمېرې او عکسونه هغې ته وروښودل او بیا یې هڅه وکړه چې د اشارې په ژبه یې پوهه کړي.

اوس د محبوبې استادان خوشاله دي چې هغه د اشارې ژبې په اساساتو پوه شوې او خپلې اړتیاوې او خبرې د لاسونو او مخ په حرکاتو باندې کوي.

د محبوبې پلار وايي د خپلې لور د پرمختګ لپاره ډېر خوشاله دی او هیله‌من دی چې لور یې ډېر پرمختګ وکړي.

()

د تهران راډیو د اینټرنیټ پاڼې قدرمنو لوستونکو

 

ټیګونه