د فلسطین د غزې تړانګې د جنګ مدیریت له امریکا سره دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143318-د_فلسطین_د_غزې_تړانګې_د_جنګ_مدیریت_له_امریکا_سره_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت د لویدیځې اسیا او د افریقا د شمال د چارو مسوول «مهدي شوشتري» وویل اسرائیلو ته د امریکا د حکومتي چارواکو سفرونه او د صهیونیسټ رژيم د جنګ په کابینې کښې د هغوې ګډون ښودنه کوي چې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د جنګ اصلي مدیت له امریکا سره دی.
(last modified 2023-12-17T23:23:36+00:00 )
Dec 18, 2023 00:44 Asia/Kabul
  • د فلسطین د غزې تړانګې د جنګ مدیریت له امریکا سره دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت د لویدیځې اسیا او د افریقا د شمال د چارو مسوول «مهدي شوشتري» وویل اسرائیلو ته د امریکا د حکومتي چارواکو سفرونه او د صهیونیسټ رژيم د جنګ په کابینې کښې د هغوې ګډون ښودنه کوي چې د فلسطین په غزې تړانګه کښې د جنګ اصلي مدیت له امریکا سره دی.

د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار «جیک سالیوان» نیواکي فلسطین ته په سفر سره د تل اویو په کیریا(KIRYA) سیمه کښې په یوه پوځي مرکز کښې د صهیونیسټ رژيم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره کتنه او خبرې وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د لویدیځې اسیا او د افریقا د شمال د چارو مسوول «مهدي شوشتري» نیواکي ټاټوبو ته د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار جیک سالیوان سفر ته په اشارې سره په یوه ټیلي ويژني پروګرام کښې د فلسطین د غزې تړانګې د سیاسي ډګر او په میدان کښې د بدلونونو په هکله وویل هغه څه چې په تیرو یواویا(۷۱) ورځو کښې په میدان کښې رامینځته شوي دي د غزې تړانګې پرضد حملو کښې د صهیونیسټ رژیم جنایتکارانه ماهیت او د ملکي وګړو په پراخه سویه وژل وو او د صهیونیسټ رژیم په ظلمونو کښې نوي ریکارډونه ثبت شوي دي.

هغه وویل هغه څه چې همدا اوس په فلسطین کښې روان دي د صهیونیسټ رژيم لخوا د حکومتي ترهګرۍ پلان شوی اقدام او عملیات دي ؛ او په لومړیو ورځو کښې ډیر هیوادونه د اسرائیلو په څنګ کښې ولاړ وو او د دغه رژیم دفاع یې کوله خو نن سبا  د ملګروملتونو په عمومي ټولنې کښې په ډيپلوماټیکو هڅو کښې یوسل درې پنځوسو هیوادونو هغه پریکړه لیک ته چې د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژيم د جنایتونو د سمدستي بندیدا غوښتنه یې کوله رایې ورکړې.

د ایران دغه چارواکې د ملګروملتونو د امنیت شورا د بې وسۍ په هکله هم وویل له بدغه مرغه امنیت شورا د امریکا د بشپړه ملاتړ او له ویټو حق څخه د استفادې کولو په دلیل عملا ونه توانیدله  کوم اغیز شیندونکی کار ترسره کړي او هماغه راز د جنایتونو د بندولو لپاره په صهیونیسټ رژیم باندې د دباو د راوستلو لپاره د یوه پریکړه لیک په تصویبولو کښې ناکامه ده.

Image Caption
Image Caption