د ملګرو ملتونو له دارالانشا څخه د ایران د سفیر نیوکې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143410-د_ملګرو_ملتونو_له_دارالانشا_څخه_د_ایران_د_سفیر_نیوکې
په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازی د د ملګرو ملتونو دارالانشا څخه په سختو نیوکو سره، امریکا او اروپا د برجام د نړیوالې ایټمې موافقې د نامعلوم برخلیک مسئول وباله.
(last modified 2023-12-19T05:16:17+00:00 )
Dec 19, 2023 09:45 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو له دارالانشا څخه د ایران د سفیر نیوکې

په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازی د د ملګرو ملتونو دارالانشا څخه په سختو نیوکو سره، امریکا او اروپا د برجام د نړیوالې ایټمې موافقې د نامعلوم برخلیک مسئول وباله.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ایران د ایټمې مسائلو په زمینه کې له امریکې او د هغه له ملګرو هیوادونو سره، د برجام نړیواله هوکړه لاسلیک کړه، خو د ایران له لورې د ټولو ژمنو له پوره کېدو وروسته، امریکا او لوېدېځو هیوادونو خپلې ژمنې پوره نه کړې تر دې چي امریکا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له هوکړې نه د وتلو اعلان وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دائمي استازی امیر سعید ایروانې د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په وړاندې د ملګرو ملتونو د دارالانشا له غیرمسلکي چلند څخه په نیوکې سره، ټینګار وکړ چي د برجام د هوکړې اوسني حالاتو مسئولیت امریکا او اروپایي اتحادیې ته ورګرځي ځکه چي امریکا او اروپایانو په خپلو ژمنو عمل نه وکړ او د ۲۲۳۱ پریکړه لیک کې تعریف شوي حقوقي ژمنو څخه دوامدارې سرغړونې کوي.

د ایرنا له راپور سره سم، ایرواني د امنیت شورا په غونډه کې وویل: د امریکا او د اروپایي اتحادیې کورني سیاسي ملاحظات او  د جدي ارادې نه شتون د ویانا په مذاکراتو کې بندون اساسي لامل دی.

هغه یادونه وکړه چي ټوله د سیمې د امنیت او د سولي دښمن پېژني او په نورو باندې تورلګونه او د ناسمو معلوماتو ورکړه، چټي او خوشي کار دی، د ایران په ضد د بې بنیاده ادعاګانو په  اپوټه ایران تل په سیمه کې د سولې او د امنیت لپاره په خپلو ژمنو عمل کړی او هیڅ یوه ډله او هیڅ یو هیواد د ایران په حکم عمل نه کوي او مونږ په سیمه کې د هیڅ یو لوري د کړچار مسئول نه یو.