امریکا د اسرائیلو د نسل وژنې په خاطر نړیوال مسوولیت لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143530-امریکا_د_اسرائیلو_د_نسل_وژنې_په_خاطر_نړیوال_مسوولیت_لري
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د عمان له خارجه وزیر سره په ټيلي فوني خبرو کښې ټینګار وکړ: امریکا د اسرائیلو له نسل کشۍ سره د ملګرتیا په دلیل نړیوال مسوولیت پرغاړه لري.
(last modified 2023-12-21T06:45:56+00:00 )
Dec 21, 2023 11:12 Asia/Kabul
  • امریکا د اسرائیلو د نسل وژنې په خاطر نړیوال مسوولیت لري

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د عمان له خارجه وزیر سره په ټيلي فوني خبرو کښې ټینګار وکړ: امریکا د اسرائیلو له نسل کشۍ سره د ملګرتیا په دلیل نړیوال مسوولیت پرغاړه لري.

د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او د عمان د بهرنیو چارو وزیر« سید بدر البوسعیدي» په ټیلي فوني تماس کښې د فلسطین د بدلونونو او د دوه اړخیزه اړیکو په هکله خبرې او سلامشورې وکړې.

د ایران خارجه وزیر په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د فلسطین او د غزې د تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم د جنګي جنایتونو په غندلو سره امریکا په غزې کښې د صهیونیسټ رژیم په نسل وژنې کښې د بې قید او شرطه  ملګرتیا کولو په دلیل د نړیوال مسوولیت لرونکي وبلله.

د عمان خارجه وزیر سید بدر البوسعیدي  هم په دغو خبرو کښې د ایران او د عمان د ورورګلویزو اړیکو په پراختیا باندې ټینګار سره په غزې تړانګه کښې  پایداره اوربند او دغه مقصد لپاره د نړیوالې ټولنې د اغیز شیندونکو اقداماتو او په پراخه سویه د انساني مرستو په استولو ټینګار وکړ.