ایران د اینټرنیشنل ټیلي ويژن ادعا بې اساسه وبلله
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i143548-ایران_د_اینټرنیشنل_ټیلي_ويژن_ادعا_بې_اساسه_وبلله
زمونږ خبریال راپور راکړی په بریتانیا کښې د ایران سفارت په لندن کښې د دیره اینټرنیشنل ټیلي ويژن د دوو مجریانو د وژلو لپاره د ایران د پلان په هکله د دغه بدنام ټیلي ويژن چینل بې اساسه او بې بنیاده ادعا رد کړه او هغه یې وغندله.
(last modified 2023-12-21T23:26:00+00:00 )
Dec 22, 2023 00:28 Asia/Kabul
  • ایران د اینټرنیشنل ټیلي ويژن ادعا بې اساسه وبلله

زمونږ خبریال راپور راکړی په بریتانیا کښې د ایران سفارت په لندن کښې د دیره اینټرنیشنل ټیلي ويژن د دوو مجریانو د وژلو لپاره د ایران د پلان په هکله د دغه بدنام ټیلي ويژن چینل بې اساسه او بې بنیاده ادعا رد کړه او هغه یې وغندله.

په لندن کښې د ایران د سفارت شارډز افیر« سید مهدي حسیني متین» پرون په ایکس اینټرنیټ پاڼې باندې د یوه پیغام په خپرولو سره د ایران پرضد د اینټرنیشل ټیلي ويژن چینل ادعا د امریکا د هالیووډ فیلمونو ته ورته وبلله او هغه یې مردوده او محکومه اعلان کړه.

اینټرنیشنل ټيلي ويژن پرون سهار د یوه راپور په خپرولو سره ادعا وکړه چې د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې د انسانانو یوه قاچاقچي ته وړاندیز وکړ چې د دوه لکه ډالرو د ترلاسه کولو په بدل کښې د اینټرنیشنل ټیلي ويژن دوه مجریان ووژني خو په کرایې اخیستل شوي کس چې یو دوه اړخیزه جاسوس و دغه دسیسه ایشوا کړه.

په لندن کښې د ایران شارډز افیر وویل د ایران د ملي امنیت پرضد په انګلستان کښې دیره د اینټرنیشنل ټیلي ويژن له نه  انکار وړ ورانکارو او له تاوتریخوالو له ډکو فعالیتونو چې ورتیر شو مونږ له هغو کسانو سره چې دغه ادعا یې کړي ده هرډول اربتاط لرل دروغ ګڼو.

د اینټرنیشنل ټیلي ويژن د کارکونکو د وژلو ادعا د لومړي ځل لپاره د همدغه ټیلي ويژن لخوا مطر شوي او وروسته د انګلستان رسنیو او د لندن چارواکو ورته لمن ووهله.