د ایران جنګي بیړۍ سره سمندر ته ننوتلي ده
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د ایران « البرز» جنګي بیړۍ له باب المندب اوبلارې په تیریدا سره سره سمندر ته ورغله.
د ایران البرز جنګي بیړۍ پرون د ایران د اسلامي جمهوریت د سمندي ځواک د څلورنوي سمندري ډلې په چوکاټ کښې له باب المندب اوبلارې په تیریدا سره سره سمندر ته ننوتلي ده.
د ایران د پوځ جنګي کشتیو له دوه زره نهم میلادي کال راهسې تراوسه له سمندري غلو سره د مقابلې او د کشتیو تګ راتګ د امنیت د تامینولو او د نورو ماموریتونو د ترسره کولو لپاره په ازادو اوبو کښې خپل ماموریت پیل کړی دی.
له بلې خوا په وروستیو ورځو او د غزې د جنګ په وخت د تاوتریخوالي له زیاتیدا وروسته په عدن خلیج او باب المندب اوبلارې کښې حالات په چټکۍ سره په بدلیدا دي.
په همدې اړه د یمن انصار الله غورځنګ څه موده مخکې وویل هیڅ خارجي کشتۍ ته به چې اسرائیلو ته ورځي له باب المندب اوبلارې د تیریدا اجازه ورنکړي.
د یمن د انصار الله غورځنګ له دغه دریځ وروسته امریکا هڅه وکړه سیمې ته د جنګي بیړیو په استولو او دغه راز د یوه نړیوال سمندري ائتلاف په جوړولو سره په سیمه کښې د اسرائیلو رژیم د ګټو ساتنه وکړي خو د فرانسې ، د ایټالیا او اسپانیا په شان ځینو هیوادونو د امریکا د دغه ائتلاف له جوړولو سره مخالفت کړی دی.