رئیسي: د ایران سیاست د مظلومو خلکو څخه دفاع کول دي
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وایي، د هېواد سیاست یې د مظلومانو دفاع او د ظالمانو په وړاندې دریدل دي.
د ایرنا خبري اژانس د خبر له مخې؛ د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن (شنبه) د زنجان د خلکو سره په یوې غونډه کې د کرمان د ترهګریز جنایت په غندلو سره وویل؛ د ایران د اسلامي جمهوریت سیاست د نړۍ د مظلومانو دفاع او د ظلم په وړاندې ودریدل دي.
نوموړي زیاته کړه: په بېلا بېلو برخو کې د دښمنانو له دسیسو سره، سره د ایران ملت په خپلو پښو ولاړ او بریالی دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د ساینس او ټکنالوژۍ په ډګر کې د ایران پرمختګ ته په اشارې سره وویل: د ایران ملت له بندیزونو او دښمنیو سره سره د خدای تعاله ج په تکیا سره ستر پرمختګونه کړي او نړۍ ته یې ښودلې چې ایران د ټکنالوۍ په برخه کې د نړۍ یو پرمختللی هېواد دی.
رئیسي د ایران له ایټمي انرژۍ څخه په سوله ایزه استفادې باندې په ټینګار سره وویل: دښمن فکر کاوه چې د ساینس پوهانو په وژلو سره به د دغه هېواد د ایټمي صنعت مخه ونیسي. خو پخپلې موخه کې ناکام پاتې شول.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر دې ته په اشارې سره چې د سیمې د هېوادونو د چارواکو او لوړپوړو چارواکو او کارپوهانو په پېژندلو سره د ایران اسلامی جمهوریت د استکبار په وړاندې ولاړ دی او په قوت سره خپلې موخې تعقیبوی.
رئیسي د غزې په تړانګې کې د تحولاتو په دوام ټینګار وکړ او ویې ویل: د ایران له ملت او له شهید سلیماني سره دښمني ځکه ده چې د اسلامي جمهوریت نظام، ملت او د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فلسطین او د مظلومانو په حقوقو ټینګار کوي. .
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې باطل د هلاکت وړ دی او ویې ویل د فلسطین مظلوم ولس ځواکمن دی او جعلی صهیونیسټ رژیم باید له منځه یوړل شي .