سردار سلیماني په سیمه کې د ایران سټراټیجیک موقعیت ښه کړ
د سردار سلیمانی په ترور کی د امریکایانو اقدام د ملګروملتو د منشور د ټولو قواعدو خلاف ورزۍ ده .
د ایران پریس خبری اژانس د رپوټ له مخې د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال«کاظم غریب آبادی» نن «د ډګر سړی: د بشری حقوقو» په کنفرانس کښې وویل: شهید سلیمانی په سیمه کښې یو ستر پوځی ستراتېژېست ؤوو اود مقاومت چورلیز د دغه لوړ رتبه شهید د هلو ځلو پوروړی دی.
د ایران د قضائیه قوې د نړیوالو چارو مرستیال وویل جنرال سلیماني د ایران او سیمې او د اهل بیت علیهم السلام دحریم لپاره پراخ خدمتونه درلودل زیاته کړه: د سردار سلیمانی په ترور کی د امریکایانو اقدام د ملګروملتو د منشور د ټولو قواعدو خلاف ورزۍ ده .
د ایران د بشري حقوقو د مرکزي دفتر منشي ټینګار وکړ چې په عراق کښې د مقاومت د قومندانانو د وژلې په اړه تحقیقات دوام لري او د ایران د اسلامي جمهوریت یوه غوښتنه دا ده چې دغه تحقیقات دې ژر تر ژره پای ته ورسېږي، څو په نړیوالو محکمو کې تورن کسان وړاندې شي اوپه دوسیې د غور کولو لاره ژر پیل شي.